Obaidullah Noor

Obaidullah Noor

Share

13/03/2026

👷 د یوه ښارګوټي لپاره د اوبو رسول

یو ښارګوټی چې نږدې ٦٠٠٠ اوسیدونکې لري، د یو نفر د اوبو مصرف یې په شپه او ورځ کې ١٠٠ letters / day . Cap دی، د کورونو ډول یې یو منزله دی، د پایپ څخه چې استفاده کېږي، پولې ایتلین پایپ دی، تاسو د دې ښارګوټې لپاره د Water Tank ارتفاع پیدا کړئ؟

حل: د یوې ورځې لپاره د جریان منځنی مقدار پیدا کوو

Q daily average = 6000 x 100 = 600000 L/day

Q peak max = 600000 x 4.86 / 86400 = 33.75 L / sec
دلته 4.86 د safety ضریب دی یعنې د ځینو حدثوي پېښو لپاره لکه د اور لګېدنې او داسې نورو پېښو لپاره په نظر کې نېول شوی

لکه څرنګه چې په شکل کې ښکارې له پایپ څخه په څلورو نقطو کې اوبه اخیستل کېږي ( E , D , F , G ) فرض کوو چې له ټولو نقطو څخه په مساوي ډول اوبه توزېع کېږي

Q peak max = 33.75 / 4 = 8. 44 L / sec

اوس په هره نقطه کې د جریان مقدار محاسبه کوو
له شکل څخه مالومېږي څرنګه چې په هره نقطه کې 8.44 لټر پر ثانیه جریان موجود وي نو په E نقطه کې 8.44 لټر پر ثانیه جریان دی د D په نقطه کې 8.44 جمع 8.44 چې مساوي کېږي په 16.88 لټر پر ثانیې سره همداسې په نورو نقطو کې

‏ Q ( ED ) = 8.44 L / sec
Q ( DC ) = 16.88 L / sec
Q ( BC) = 16.88 L / sec
Q ( FG ) = 8.44 L / sec
Q ( FB ) = 16.88 L sec
Q ( AB ) = 33.76 L / sec

نوټ : د شاخه یي شبکاتو په ډیزاین کې تر ټولو لېرې نقطه او همدا ډول تر ټولو لوړه نقطه انتخابېږي تر څو وکولی شو چې په تر ټولو لېرې او همدا ډول په لوړه نقطه کې په لازم فشار سره اوبه ورسېږي
همداسې نقطه په نقطه د water tank په طرف محاسبې ته ادامه ورکو تر هغې چې د water tank ارتفاع په لاس راشي

اوس د سوال محاسبه تر ټولو لېرې نقطې څخه شروع کوو

ازاد فشار ( Terminal Head ) د E په نقطه کې چې تر ټولو لېرې نقطه ده پیدا کوو

په امریکي سیستم کې ازاد فشار یا ارتفاعي فشار د لاندې فارمول پواسطه سره پیدا کولی شو

TH = 5(n - 1 ) + 7

n = د منزلونو تعداد

څرنګه چې د ښارګوټي لپاره مو کورونه یو منزله نېولي دي نو (n )هم مساوي د یو سره دی
TH at point E = 5(1 - 1 ) + 7 = 7 m

په دې مانا چې د E په نقطه کې فشار باید د 7m څخه کم نه وي

اوس په همدې (E )نقطه کې هایدرولیکي فشار پیدا کوو

HG at point E = TH at E + GL

HG = Hydraulic Gradient
GL = Ground Level

HG at E = 7 + 398.35 = 405.35 m

د (E - D )نل ترمنځ په پایپ کې طولي ضایعات پیدا کوو

په پایپ کې طولي ضایعات د لاندې فارمول څخه په استفادې کولی چې پیدا کړو


Hf = 1 / 0.094 x ( Q/C )^1.85 x 400 / D^ 4.87

Hf = طولي ضایعات
Q= د جریان مقدار

C = د هایدرولیک د ظرفیت ضریب دی چې قیمت یې د ( 80 - 120 ) پورې دې د دې بېلګې لپاره د 100 قیمت په نظر کې نېول شوی

D = د نل قطر دی

نوټ: د ځینو پارامترونو قیمتونه د شکل څخه اخیستل کېږي د بېلګې په ډول په لاندې فارمول کې د 400 وضع شوی قیمت د شکل څخه اخیستل شوی دی چې د ( E - D ) ترمنځ د پایپ اوږدوالی ښایي

HL at ( E - D ) = 1 / 0.094 ( 0.00844 / 100 )^1.85 x 400 / D^4.87
د پایپ لپاره قطر د لاندې فارمول څخه پیدا کولی شو

Q = V x A = V x pi D^2 / 4

D = ( (4Q)^1/2 / ( pi x V )^ 1/2 )

داوبه رسونې لپاره مناسب سرعت مساوي دی ( 0.85 - 1.2 ) متر پر ثاینې سره
که چېرته سرعت مساوي له ( m/ sec 1 ) سره ونېسو نو پورته فارمول به لاندې حالت غوره کړي

d = 1.13 x ( Q )^ 1/2

d ED pipe = 1.13 x ( 0.00844 )^1/2 = 100mm

پورته مو د طولي ضایعاتو فارمول لېکلی اوس راځو خپل قیمتونه پکې وضع کوو

HL at (E - D ) = 1/0.0094 x ( 0.00844 / 100 )^1.85 x ( 400 / 0.1^4.87 ) = 9.176m

د ( E - D ) ترمنځ طولي ضایعات مساوي کېږي 9.176 مترو سره

د پایپ په نورو نقطو ( D . F . G ) کې هم د E نقطې په ډول Terminal head همدا شان Hydraulic gradient او د پایپ قطرونو محاسبه کوو تر څو وکولی شو چې د water Tank ارتفاع پیدا کړو
اوس راځو هایدرولیکي فشار د D په نقطه کې پیدا کوو

HG at D = HG at E + HL ( E - D )
HG at D = 405.35 + 9.176 = 414.4m

همدا ډول د D په نقطه کې ازاد فشار ( Terminal head ) چیک کوو

TH at D = HG at D - GL at D

TH at D = 414.4 - 398.2 = 16.3m

TH at D = 16.3m > 7m OK
څرنګه چې ازاد فشار له اوو څخه لوی دی نو صحیح دی

اوس راځو د ( D - C ) ترمنځ د پایپ قطر محاسبه کوو
فارمول یې لرو
d ( D - C ) = 1.13 ( Q )^1/2

d ( D - C ) = 1.13 ( 0.01688 )^1/2 = 0.14m

همدا ډول د پایپ د ( D - C ) ترمنځ طولي ضایعات پیدا کوو

HL ( D - C ) = 1 / 0.0094 ( 0.01688 / 100 ) ( 200 / 0.14^4.87) = 3.2m

د C په نقطه کې هم پورته پارامترونه پیدا کوو

HG at C = HG at D + HL ( D - C )
HG at C = 414.4 + 3.2 = 417.6 m

TH at C = HG at C - GL at C
TH at C = 417.6 - 397.8 = 19.8 > 7 ✅

لکه څرنګه چې له شکل څخه مالومېږي د B نقطې څخه تر D نقطې پورې کوم joint وجود نه لري نو د پایپ قطر مساوي په نظر کې نېول کېږي. ”امین زی لیکدود“

اوس راځو د پایپ د ( C - B ) پورې د نل په اوږدو کې ضایعات محاسبه کوو
HL ( C - B ) = 1/0.094 x (0.01688/100)^1.85 x ( 500 / 0.14^4.87) = 8.03m

هایدرولیکي فشار یې مساوي دی په

HG at B = HG at C + HL ( C - B )

HG at B = 417.6 + 8.04 = 425.63m

د ( B - F ) ترمنځ د پایپ طولي ضایعات مساوي کېږي

HL ( B - F ) = 1/0.094 x ( 0.01688/100)^1.85 x 200 / 0.14^4.87 = 3.2m

هایدرولیکي فشار یې مساوي کېږي
HG at F = HG at B - HL ( B - F )
HG at F = 425.63 - 3.2 = 422.43m

ازاد فشار به یې مساوي شي

TH at F = HG at F - GL at F
TG at F = 422.43 - 398.9 = 23.53 > ✅

اوس راځو اخري نقطې ته د ( B - A ) پورې طولی ضایعات محاسبه کوو
لومړې د دې برخې لپاره قطر محاسبه کوو او ببا ضایعات:

d ( A - B ) = 1.13 x Q^1/2 = 1.13 x 0.003376 = 0.2m

HL ( A - B ) = 1/0.094 x ( 0.003376/100)^1.85 x ( 300/ 0.2^4.87) = 3.058 m

HG at A = HG at B + HL ( A - B )
HG at A = 425.63 + 3.058 = 428.688m

TH at A = HG at A - GL at A
TH at A = 428.688 - 400 = 28.688 m

TH at A = 28.7 m
په نتیجه کې ویلی شو چې د Water Tank ارتفاع باید 28.7 متره ووسي، تر څو د ښارګوټې لېرې او لوړې نقطې ته په لازم فشاره سره اوبه ورسېږي.

Want your business to be the top-listed Engineering Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul