Islamic Fiqh

Islamic Fiqh

Share

15/04/2023

الأربعون النوویة
یویشتم حدیث
عن أبي عمرو، وقيل: أبي عمرة سفيان بن عبد الله -رضي الله عنه-، قال: قلت يا رسول الله: قل لي في الإسلام قولًا لا أسال عنه أحدًا غيرك، قال: «قل آمنت بالله، ثم استقم».
رواه مسلم.

ژباړه:
له ابو عمرو یا أبو عمرة سفیان بن عبد الله الثقفي -رضي الله عنه- څخه روایت دی، وایي: ما رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته وویل: ماته داسې خبره په اسلام کې وښایه چې له تا وروسته یې له هېچا پوښتنه ونکړم، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: (له زړه) ووایه: په الله مې باور کړی، او بیا په همدې خبره د ژوند تر پایه (د بدن د غړو په کارولو) پاته شه.
صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۳۸).

Islamic Fiqh

06/04/2023

الأربعون النووية
پنځلسم حدیث
عن أبي هريرة -رضي الله تعالى عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم- قال: «من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيرًا أو ليصمت، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم جاره، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه».
رواه البخاري ومسلم.

ژباړه:
له ابو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی، بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو ښې خبرې دې وکړي او یا دې غلی شي، او څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو د خپل ګاونډي درناوی دې وکړي، او څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو د خپل میلمه درناوی دې وکړي.
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۶۴۷۵)، صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۴۷).
هیله!
دغه او نور حدیثونه خپاره کړئ!

Islamic Fiqh

05/04/2023

الأربعون النوویة
څوارلسم حدیث
عن ابن مسعود -رضي الله تعالى عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-: «لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس، والتارك لدينه المفارق للجماعة».
رواه البخاري ومسلم.

ژباړه:
له ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی: هغه ویلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: د مسلمان سړي وژل نه روا کېږي مګر په یو دې دریو سره: واده شوي چې زنا کوي، او نفس په نفس (یعني: قصاص)، او پرېښودونکی د خپل دین (اسلام)، بېلېدونکی له ټولۍ د مسلمانانو څخه (یعني: یو ډول مرتد).
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۶۸۷۸)، صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۱۶۷۶).
Islamic Fiqh

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00