Medical Informations
06/12/2025
د وېښتانو توئېدل!
دغه متخصصه ډېر عالي مالومات وړاندې کوي .
هغې وویل د ښو وېښتانو ، کلکو نوکانو او نرم تازه پوستکي لپاره بایوټین یا"ويټامین بي 7" زیات اړین دی .
ډاکټره نجم السما وايي د وېښتانو توئېدل ، د نوکانو ماتېدل خراب پوستکی او خستګي د ويټامین بي ۷ د کمښت له امله رامنځ ته کیږي .
د دې لپاره چې دا ستونزې مو حل شي نو په خواړو کې مو که هر وخت نه وي په 10 ورځو کې هرو مرو باید ماهي ، سالمون ماهي ، د هګۍ ژېړ ، مغذي مېوې لکه بادام ، چارمغز ، لبنیات لکه مستې ، کوچ ، ګلپی ، مرخیړي او نور هغه خواړه شامل وي چې ویټامین بي 7 لري .
تاسو کولای شئ د ویټامین بي 7 د خواړو لیست په ګوګل کې پیدا او ګټه ترینه واخلئ ، ان شا الله د وېښتانو د توئیدو مخه به مو ونیول شي .
About Insensible fluid loss .
16/12/2021
عرق النساء
د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ورنونو کې هم پیښیږي. د درد منځنی د ملا د تیر له لاندینۍ برخې څخه سرچینه اخلي او د پښې تر ګوتي پورې سرایت کوي، چې دې ته عرق النساء sciatica Nerve ویل کېږي.
:
د ناروغ یوه پښه سر تر پایه ډېر سخت درد کوي، ناروغ ترې ګرځېدای نه سي او په خېټه ځان څکوي، درد دومره سخت وي، چې ناروغ ترې چغې وهي او کله کله چې په پښو حرکت کږي په یوې پښې زور نه سي کولی او ګوډ ګوډ ځي.
له ډېر درد څخه پرې ځینې کسان داغونه لګوي او پر پښو یې د اور سکروټې ږدي، چې له دې ناقصي درملنې سره ډېر کسان په دیمي ګوډوالي باندي اوړي.
#اسباب:
د درد په پښه کې د څه تومور سته والی، چې د هغې په ذریعه کوم عصب اغېزمن کېږي، د ملا د تېر په مهرو کې څه خرابۍ، ډېره موده تنګې جامې اغوستل او په لمده ځمکه ناسته، په روماتېرم، نقرص او داسې نورو ناروغیو ډېره موده اخته کېدل.
#درملنه:
ناروغ ته Inj. Neurabion او Inj. Ergopyrine هره ورځ یو یو امپول په عضله کې پیچکاري کړئ او تر لسو ورځو پورې دوام ورکړئ. په همدې توګه ناروغ تهInj. Triredesol
۱ سي سي په موضعي توګه. ناروغ ته Tab. Diagesic
او یا Tab. Diclofenac100 mg په 24ساغتو دوه ځلی ورکوئ، که د درد افاقه ونه سوه، د جراحي عملیاتو مشوره ورکړئ.
20/08/2020
د وینې ورکولو روغتیایي ګتې
۱- دزړه په ناروغيو د اخته کېدو د خطر کمښت:
په وینه کې د اوسپنې د مقدار د زياتېدو په پايله کی د زړه د ناروغيو احتمال زياتېږي، ځکه چی اوسپنه د کولیسټرول د ارجاع کولو په دنده کې مهم رول لري چې دغه په خپل وار سره د زړه د شریانونو لپاره تاواني او د زړه د امراضو سبب ګرځي، په دې اساس په منظمه توګه سره وینه ورکول، په ځانګړي ډول په نارینه وو کې د زړه د حملې درې چنده کمښت راولي.
۲- د تازه وینې او د نوو سرو کرویاتو په تولید کې چټکیا:
په بدن کې د سره کرویاتو په مقدار کې د وینی دورکولو په نتیجه کی کمښت رامنځ ته کیږی چی ددې د سمدستې جبران لپاره د هډوکوماغزه هڅول کیږی چي تر څو تازه وینه تولید کړی او بدن ته تازه وینه ورسیږی.
۳- د هیموکرو میتوزیس له ناروغۍ سره مجادله:
هیموکرومیتوزیس یوه جنتیکی ناروغې ده، پدی ناروغې کی د اوسپنی د میتابولیزم یا مصرف غیر نارمل وی او د بدن په انساجو کی د اوسپنی د ذخیره کیدو سبب کیږی چي دغه حالت د بدن و غړو ته زیان رسوی، دغسی اشخاص خپل دوینې د اوسپنی د مقدار د ټیټ ساتلو لپاره هم کولئ شې چي وینه ورکړی، د داسې اشخاصو وینه و وینه اخستونکو اشخاصو ته کوم ضرر نه رسوی ځکه چې دا یوه جنتيکې ناروغې ده. لکه د بریتانیا په هیواد کی چی په هرو ۴۰۰-۳۰۰ کسانو کی یو کس پدی ناروغې اخته دی او د امریکا د سره صلیب خدمات دغسې کسان د یو محفوظ وینه ورکونکو په حیث منلۍ دی.
۴- په بدن کی د خوړو د انرژی سون
یو څوک کولۍ شي چي خپل ځان د مناسب پرهیز او یا په منظمه توګه د وینه ورکولو له لاری روغ او تندرست وساتې، د یو یونټ (۴۵۰ ملي لیتره) وینه ورکولو سره د وینه ورکوونکو په بدن کی ۶۵۰ کالوری انرژی سوځي
۵ـ په پاخه عمر لرونکو خلکو کی د پیاوړیتوب احساس
په ډیرو انترنیټی پاڼو کی دا ذ کر شوی مګر تثبیت شوی ندی چې پاخه عمر لرونکی کسان د وینې په ورکولو سره د پیاوړیتوب او تازه ګی احساس کوی، دا زما د ژوندون ځانګړی تجربه ده چي هرکله زه وینه ورکړم زه د ډیری مودی لپاره د تازګي احساس کوم او حتی زه فکر کوم چی زه هیڅ ډول پریشانی نلرم.
په منظمه توګه وینه ورکول په سرطانونو باندی د اخته کیدو خطر کمیږی او همدارنګه په وینه کی د آزاد راډیکلونو (برقی چارجونه) سطح ټیټیږی.
۶- وینه ورکول د مذهب له نقطه نظره
ټول ادیان په نړئ کی د نورو پر ژوند ږغورلو باندی تاکید کوی چي زه دلته د اسلام د سپیڅلی دین پر اساس څو ټکو ته اشاره کوم:
الله سبحانه و تعالی فرمایی:
﴿ وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ﴾ [المائدة: ۳۲] يعنې او څوک چې یوانسان له مرګه وژغوری لکه چي ټولو خلکو ته ژوند وربښلی وی (المایده)
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: هغه څوک چی یو مومن د پریشانی څخه نجات ورکړی، نو الله تعالی به هغه دقیامت په ورځ د یوی لویي پریشانی څخه نجات ورکړی.
پدی اساس کله چی دیومریض دژوند د نجات لپاره د وینې ورکول ضروری وی نو پداسي حالاتو کی د اسلام په اساس وینه ورکول ضروری ګرځی.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ځينو احاديثو معلومېږي چې د علاج له مؤثرو طبي طریقو څخه یو هم حجامت یا رګ وهل دی، په دې اړه لاندې په لنډول وضاحت ولولئ!:
۱- خپل رګ د جراحې د چاړه په ذریعه پری کړئ او پریږدئ چی وینه ځینی وبهیږی او دا کار تاسې په هرو درو میاشتو کی کولۍ شې.
۲- تاسی کولی شي چی خپله وینه پریږدۍ چی وبهیږی په هرو ۱۷ ورځو، ۱۹ ورځو او ۲۱ ورځو کی. (د ساینس [Plasma and Platelet Pharisees] په اوسني عصر کی دا د وینی د پلازما او صفحیات دمویه د اهدا کولو هکله د تطبیق وړدی).
۳- د خپل بدن څخه وینه ایستل روغتیا بهتروی اود سترګو دید قوی کوی.
کوم کسان کولئ شي چي وینه ورکړی؟
د وینه ورکونکی لپاره عمومی فزیکي غوښتنې:
· هغه کسان چي ۱۸-۶۰ کلونو پوری عمر ولری
· نارینه او ښځینه دواړه کولئ شي چی وینه ورکړی
· حد اقل ۵۰ کیلو ګرام وزن ولری
· د خولي د تودوخي درجه باید د ۳۷.۵ درجه سانتی ګریډ څخه زیات نه وی
· منظم وی او په یوه دقیفه کی با ید۱۰۰-۴۸پوری وی
· د روغتیا د کارکونکو تر نظر لاندی باید وی
· په ۱۰۰ ملی لیتره کی د۲۵ ګرامه څخه باید لږ نه وی
شاید چي هیله مند وینه ورکوونکی د لاندینیو ناروغیو له کبله وینه ورنه کړي:
· دسږو ناروغی
· د روماتیزم
· دزړه او د زړه د رګونو ناروغی
· امراض ګرده
· حساسیت
· سرطان
· ایدز
· د شکری ناروغان
· د دوو میاشتو راهیسی د ساه لنډی ناروغی.
· مرګی، دماغی امراض
· دوامداره جلدی ناروغی
· د تیرو دوو کلونو راهیسی د معدی حاد زخم
· سفلیس او نور مخصوص امراض.
· ژړی.
· ملاریا.
· حا مله شځی او د ولادت څخه ۱۲ میاشتي وروسته.
· تر ۶ میاشتو پوری د یو لوی عملیات څخه وروسته.
· کوم کسان چی شپږ میاشتی مخکی وینه اخستې وې.
· د غوږ نو د سوری کولو څخه تر ۶ میاشتو پورې.
· ددری میاشتو راهیسی د یوی شدیدی ناروغی په صورت کې.
· د الکولو او مخدره مواد معتادین.
· او داسی طبی مسایل چی پریکړه يي د روغتیا و کارکوونکی پوری اړه لری چی آیا هیله مند شخص وینه ورکړی او که نه.
14/08/2020
About ceftriaxon (IV)
د دريم جنريشن سفالوسپورين دي چي په پراخه پيمانه استعماليږي او د IV تطبيقاتو له کبله يي لاندي بدي اغيزي منځ ته راوړي
Fatal hemolysisخصوصا په هغه ماشومانو کي چي سيکل سيل انيميا اخته وي
Hypoprothrombinemia bleeding
Pancreatitis
Phlebitis
سفترياکزون د کلسيم د ايون سره تعامل کوي چي په سږو او پښتورګو کي رسوب کوي او د ناڅاپي مړيني سبب ګرځي
ددي دوا نوري بدي اغيزي د سيفالوسپورينونو په شان دي
د مخنيوي لاري چاري
ناروغ دي په خپل سر دوا نه استعمالوي
د درملو توصيه کوونکي د خپلو مسلکي وړتياو په نظر کي نيولو سره د درملني ساده رژيم انتخاب او محفوظ درمل توصيه کړي
وريدي زرقيات يي ډير په کراري سره اجرا شي او يا د intermittent iv infusion په شکل د نيم ساعت په موده کي تطبيق شي
هغه درمل او محلولات چي ددي دوا سرهDI او incompatibility لري يو ځاي توصيه نشي
1-2 فيصده ناروغان د سيفالوسپورينونو سره الرژي ښيي چي ورته توجه وشي
د ټولو سفالوسپورينونو تر منځ cross allergy موجوده ده چي بايد په پام کي وساتل شي
د د سيفالوسپورينونو او پنسلينو تر منځ هم 5-10% cross allergy موجوده ده چي د ناروغ څخه بايد تاريخچه واخيستل شي
کلسيم لرونکي دوايي محلولونه د ringerاو hart mannis او هم parenteral nutrition containing calcium بايد د سفترياکزون سره همزمان تطبيق نشي ځني منابع تاکيد کوي چي ددوي تر منځ بايد 48 ساعته فاصله موجوده وي
همدارنګه ځيني دواګاني labetolol, vancomycin,aminoglycosides, fluconazole له سفترياکزون سره بايد په يو سرنج او يو انفيوژن کي تطبيق نشي.
زخم يا ټپ څه ډول ښه کېږي؟
زخمونه په بدن کې ډېر کله د يوې فزيکي حادثې يا په مسلسل ډول په يو ځای څملاستو چې دې ته د فشار زخم وايي رامنځته کېږي، د فشار زخم عموماً په هغه ناروغانو کې منځته راځي چې بستر وي يانې حرکت نه شي کولی او يا په ډېر تکليف حرکت کوي يا روغتون کې بستر وي يا کور کې همداسې د کټ سره تړلی ژوند لري.
د دې فشار يا کوم فزیکي حرکت او حادثې له کبله د بدن د پوستکي يا د پوستکي د نسج جوړښت خرابېږي، دا زخمونه څو ډولونه لري چې کېدی شي سرسري پوستکی ضرر وويني، کېدی شي زخم ژور وي يا حتاً نور نسجونه، طبقې، حتاً هډوکي او رګونه متضرر شي.
د زخم د رامنځته کېدو وروسته څلور دورې جريان مومي، چې د دې په پايله کې تمه کېږي زخم ښه او روغ شي.
١-: هومیوسټاسیس
کله چې په يوه پېښه کې بدن ته ضرر ورسېږي او زخم رامنځته شي، د بدن لومړۍ هڅه دا وي چې د وینې د ضایع کیدو مخه ونيسي، په دې وخت کې زخمي ځای ته د وینې جریان ورتېزېږي، په دې وينه کې ټرمبوسیت په لوړه اندازه شتون لري، ټرمبوسیت د وينې د ټينګېدو سبب کېږي، نو زخمي ساحې ته د ټرمبوسیت د رسېدو سره لومړی د وينې د ضایع کېدو پروسه ورو کېږي او وروسته کاملاً بندېږي.
٢-: التهاب
د زخم د رامنځته کېدو وروسته د بدن يو فوري غبرګون دی، دا ځايي غبرګون د وینې د جريان د تېز والي سبب کېږي، زخمي ځای ته زر وينه راځي چې په وينه کې د زخم رغولو توکي وي، د وینې راتګ په زخمي ځای کې د تودوخې سبب کېږي، د ډېرې وينې د راتګ لپاره رګونه هم يو څه پراخ کېږي او دا د زخم د پاړسوب سبب کېږي.
زخم يو څه پړسېږي او حساس کېږي، دا پړسوب په خپل شاوخوا کې د فشار سبب کېږي او له دې کبله زخم درد کوي، د دې ترڅنګ د زخم رنګ هم سور وي چې دا هم د وینې د جريان د زياتوالي سره اړيکه لري، دا دوره د يوې ورځې نيولې تر څلورو ورځو پورې نيسي.
٣-: د ډېرښت يا تکثير مرحله (Proliferative)
دا مرحله د حجرو د جوړېدو او ډېرېدو مرحله ده، په دې وخت کې زخمي سيمې ته د نوو حجرو جوړولو لپاره کلوژن راځي، کوم چې د نوو حجرو د جوړښت مواد دي، په دې مرحله کې په دې منطقه د رګونو ګڼه ګوڼه هم زياتېږي، د زخم رنګ سور خو شفاف وي، دا مرحله د ۲ څخه نیولې تر ۲۲ ورځو نيولی شي.
٤-: د زخم د پختګۍ يا (maturation) مرحله
دا مرحله د زخم د جوړېدو دوره ده، چې کولی شي د زخم د ډول مربوط د ۲۱ ورځو تر ۲ کلونو وخت ونيسي، په دې مرحله کې زخمي منطقه بېرته خپل لومړي روغ حالت ته راګرځي، پړسوب ختمېږي، سور والی او ګرم والی را کمېږي او که د زخم تداوي او پالنه په ښه ډول وشي، نو زخم له منځه ځي او زخمي ځای بېرته خپل لومړي شکل ته راګرځي.
د زخم د پالنې په وخت کې بايد کومو شيانو ته پام وکړو؟
که کومه بله ناروغي لرئ او درمل کاروئ، نو پام وکړئ چې دا درمل د وينې نري کوونکي خواص ونه لري، ياني انتي کواګولان درمل نه وي، لکه اسپرين او داسې نور، ځکه دا ډول درمل د زخم د وينې کېدو سبب کېدی شي، نرۍ وینه، وینې کېدو ته ډېر ميل لري، د وینې يو معين ټينګ والی په رګونو کې د وینې د توازون او نه وینې کېدو سبب کېږي.
له اندېښنې لرې اوسئ، ډېره اندېښنه مستقيم په زخم تاثير لري او حتاً زخم لا پراخوي، اندېښنه خفګان يا سټرېس ستاسې د بدن دفاعي سيسټم کمزوری کوي، د وينې فشار مو غيرې منظم کېږي او د زخم د رغېدو لپاره حياتي اړين د وینې دوران خرابوي.
د زخم او پانسومان پاک والي ته بايد پام وکړئ، ځکه دا سيمه هسې هم خلاص زخم دی او د باکترياو انتقال ورته اسانه دی، زخم او پانسومان بايد لوند نه وي وچ او پاک وي.
د زخم په جوړېدنه کې چاغ او زيات وزن لرونکي خلک لږ بد طالع دي، ځکه دې خلکو کې د وینې دوران ورو وي او د زخم د جوړېدو پروسه او وخت اوږدېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Jalalabad