Islamic Interesting Informatioon and Inviting
د علم زوال او د جهالت خپرېدل
انس بن مالک (رض) وویل چی آیا هغه حدیث درته بیان نکړم چی د رسول الله (ص) څخه می اورېدلی دی او تر اوسه بل چا نه دی بیان کړی ؟ هغه دا چی : د قیامت د نښانیو څخه یوه دا ده چی علم به واخیستل سی ، دا ځکه چی جهالت به خپور سی ؛ دا ځکه چی زنا به خپره او رواج سی ؛ دا ځکه چی شراب به ډیر څښل کیږی ؛ دا ځکه چی نرینه به محوه کیږی او ښځینه به پاتیږی تر دې حده چی د هرو پنځوس ښځو لپاره به یو ساتونکی وی ( صحیح بخاری : ۱۷۸/۱ او صحیح مسلم : ۲۲۱/۱۶ ) .
هو ، په رښتیا هم نن علم اخیستل سوی او جهالت خپور دی . علم هغه وخت علم دی چی عمل په وسی او یوازی غیر دینی یا سیکولر علم ته علم نه ویل کیږی بلکی دینی علم د نورو نافعو علومو متمم وی ، که نه هغه به بې ګټی علم وی . نن موږ ګورو چی دینی عالم مو د دنیوي علم څخه ناخبره دی او دنیوي عالم مو بیا د دینی علم څخه ناخبره دی چی له امله یې علم د هغه په اصلی معنی او مفهوم سره زوال ته ځی او جهالت خپریږی . موږ عملاً ګورو چی په هر اسلامی هیواد کی زنا لږ یا ډیر رواج ده ، شراب لږ یا ډیر څښل کیږی ، نرینه لږ یا ډیر محوه کیږی..... چی له امله یې د دغو ټولنو څخه برکت او حیثیت کډه کړې ، جهالت او ظلمت پر مسلط دی ، مصیبت او ضلالت پر واکمن دی او خیانت او جنایت پکښی خپور دی . کوم اسلامی هیواد د داسی خبایثو څخه لږ یا ډیر ژغورلی او ساتلی دی ؟ نو د الله تعالی د امر ( الرعد ـ ۱۱ ) مطابق باید په ځانونو کی رغنده او مثبت بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو د پټلۍ څخه اوښتی رېل بیرته لارې ته برابر کړی ، انشالله .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Islamic Information
Jalalabad
30000