First Look Cricket
24/01/2025
هغه نجيب اوس نه دى پاتې چې سپېنر توپ اچوونکي ته به چې ورلاندې شو، نو فيلډر به يوازې د بونډرۍ څخه بهر د توپ ننداره کوله. نجيب تل په سخت وخت کې زموږ لپاره ښې لوبې کړي او تل يې لوبډله له شرم څخه د عزت لوري ته بولې. تاسې ته که ياد وي څو ځلې يې نيوزيلنډ او سريلانکا په وړاندې له شرم نه خلاص کړو. د نجيب کرير چې ګورم زړه مې خوږ شي، دا ډېر يو سخت حالت دى الله تعالى دې وکړي چې بېرته خپل حالت ته راوګرځي.
24/01/2025
داسون شاناکا؛ یو ښه ګېم چېنجر او یو ښه فېنشر دی.
د سریلانکا داسون شاناکا تېره شپه په ۱۰ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې او دوبۍ کپیټل ته یې بایللې لوبه وګټله. ګلبدین نایب، شې هوپ او شاناکا د دوبۍ کپیټل مخکښ توپ وهوونکي دي.
داسون شاناکا یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې تل یې د سریلانکا لپاره په سخت وخت کې غوره توپ وهنه کړې او لوبې یې هم ورته ګټلي. په ۲۰۲۲ کې د اسټرالیا په وړاندې په شل اوریزه لوبه کې په ۱۷ توپونو ۵۸ منډې پاتې وې او سریلانکا شپږ وېکټې هم له لاسه ورکړې وې. شاناکا بیا هغه لوبه وګټله په هغې کې یې په ۲۵ بالونو ۵۸ منډې وکړ. هغه لوبه ډېره خوندوره لوبه وه. د توپ وهنې ترڅنګ یو ښه توپ اچوونکی هم دی. په هر وخت کې ښه توپ اچونه یې کړې ده.
24/01/2025
د سویلي افریقا او انټرنشنل لیګ دوه مخکښ وېکټ اخیستونکي؛ مجیب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي
دا د ویاړ ځای دی چې زموږ افغان اتلان د نړۍ په لیګونو کې د ډېرو ښو توپ اچونکو څخه ښه توپ اچونه کړې او د ډېرو وېکټو اخیستونکو په سر کې قرار لري. فضل الحق فاروقي د پیل توپ وهوونکو ته یو خطر ناکه توپ اچوونکی دی او مجیب ځدراڼ بیا په لومړي او وروستي سر کې خورا ډېر ښه توپ اچونه کوي.
فضل الحق فاروقي ۱۲ وېکټې او مجیب ځدراڼ ۱۰ وېکټې لري.
نن د فاروقي دوی لوبه ده خدای وکړي چې یو څلور وېکټې واخلي.
24/01/2025
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!
Prince Amir Wafa, Abutaqe Osmani Afghan, علیم شاه باور, ملګری خېبر, حبیب الله سردار فیروزی, Ali Baran, Qesmat Shinwari, Smart Janan
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Dubai