Mujeeb Yousafzay

Mujeeb Yousafzay

Share

09/09/2025

له تا نه ځم خو ځم خو تلے چې نۀ شم
تنديه! مات شې ودرېدے چې نۀ شم

مرمه کۀ نۀ ګورم ، کۀ ګورم سوزم
هم ورته ګورم هم کتے چې نۀ شم

پوې شوم په تش ژړېدو هېڅ نۀ کېږي
ورک شې قسمته! صبرېدے چې نۀ شم

سوزمه څۀ حسرت مې لا سوزوي
سر ته دې شمع بلېدے چې نۀ شم

هسې خو يمه د شنو کاڼو خټک
ستا يو نظر ته ودرېدے چې نۀ شم

اجمل خټک بابا

03/09/2025

چې د خپل قد او خپل قوت نه مې سېوا وکړه
عاشقي دغه هومره ډېره وه چې ما وکړه

درد مې د سترګو او د شونډو نه يو شان څڅېږي
ژبه مې ګونګه شه کۀ ځان ته مې دعا وکړه

شمعې يې بلې د مقتل په بورجلونو پرېښوې
دا ځل څۀ ډېره عجيبه ټوقه هوا وکړه

زمکې يم پرېښے او اسمان ته مې لاس نۀ رسېږي
په کوم موسم کښې دې زما د سر سودا وکړه

د قاف د غرۀ ننداره ځاے په ځاے نیمګړې پاتې
زۀ به راځمه دوباره ، کۀ ژوند وفا وکړه

دا لارې ستړې دي زما د قدمونو په شان
تسنيمه! بيا د کوم سفر دې تمنا وکړه ؟

رياض تسنيم

27/08/2025

په طلب د مهرويانو سرګردان دے زما روح
لکه باد د ګل په بوي پسې پرېشان دے زما روح

چې يې وليدو د ستا د جمال عکَس په خپل ځان کښې
هم په دا د آئينې په څېر حېران دے زما روح

ستا د حُسن و افتاب ته ځان سپاري په تبسم کښې
لکه صبح د ژړا په ځاے خندان دے زما روح

ستا د مخ له آئينې له برَکته زما جانه!
همېشه لکه طوطا هسې ګويان دے زما روح

لکه رنګ د مئيو نابو چې ليدۀ شي په ښيښه کښې
هسې رنګ په ضعيف تن کښې نمايان دے زما روح

منتظر دې د وصال د ګلستان يم تل تر تله
سر تر پايه د شبنم په څېر چشمان دے زما روح

چې حاصله يې له حُسنه روښنايي شوه په طلب کښې
شپه او ورځ لکه افتاب په لار روان دے زما روح

ستا په زلفو په رُخسار پسې رحمان يم بې وطنه
مسافر د هندوستان و خراسان دے زما روح

عبد الرحمان بابا

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Swat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address

Swat