Afghan Street
02/19/2026
د بدخشان ولایت مرکز د کوکچې سیند پر سر د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تګ راتګ یوه پل چارې پیل شوې.
دغه پل چې د یاد ولایت سوداګرو په مالي ملاتړ جوړېږي، د فیض اباد ښار پنځمه او شپږمه ناحیه سره نښلوي.
02/19/2026
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت تېره یوه اونۍ کې د ښځو د شرعي حقونو په تړاو ۷۸ قضیو ته رسیدګي کړې ده.
د بوټانو او څپلیو قالب👇🏼
02/19/2026
د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشارې، هند او افغانستان یې په دې هېواد کې د ناامنۍ د خپرولو په هڅو تورن کړل
02/19/2026
د ایران او پاکستان ترمنځ تجارتي سرحدي ښار طفتان کې د ګیس پلانټ د چاودنې له امله اور لګېدلی دی.
سیمه کې موجودو سوداګرو ویلي چې اور پراخه سیمه نیولې او لسګونه موټر پکې سوځېدلي دي. د هغوی په وینا، لمبې په چټکۍ سره خپرې شوې او د سوداګریزو توکو او وسایطو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
سرچینې زیاتوي چې سیمهییزو چارواکو د خلکو د خوندیتوب لپاره د سیمې د خالي کولو اعلان کړی او د اور وژنې ډلې د اور د مهارولو هڅې کوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لسګونه کسان ټپیان او وژل شوي دي، خو تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېر په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Website
Address
Springfield, VA
22153