بسم الله الرحمن الرحیم
مجمع تحقیقاتی علماء افغانستان
مرکز آموزشی عروة الوثقی
اهداف اساسی مجمع تحقیقاتی علماء افغانستان از ایجاد صفحات اجتماعی تحت اداره مرکز آموزشی عروة الوثقی عبارت اند از:
(۱) آګاهی هموطنان عزیز از مفاهیم دینی که از غلو، افراط و تفریط پاک و بر پایه اعتدال و وسطیت استوار باشد. وسطیت و اعتدالی که الله سبحانه و تعالی این امت را بآن موصوف نموده است و آن عبارت از یګانه راهی راست و
مستقیم است. (۲) اداء مسئولیت با تبلیغ و رساندن علم به مردم افغانستان به زبان خودشان و بدون کدام کم و کاست.
هموطنان گرامی! مرکز آموزشی عروة الوثقی علاوه از اینکه معلومات دینی را طی برنامه های منظم تقدیم شما نموده، حاضر است به سوالات شما برادران و خواهران در مورد مسائل و موضوعات مختلف دینی حتی المقدور و مطابق توان و طاقت جواب ارائه نماید. هموطنان ما می توانند سوالات خویش را از طریق تبصره ها یا هم از طریق ایمیل این صفحه ارسال نموده و جواب خودرا بگیرند البته این نکته قابل یادآوری است که بیشتر مسائل به تحقیق و پژوهش در متون مختلف دینی ضرورت دارد، بناءً پیشنهاد ما این است که هموطنان ما در قسمت ارائه جواب به سوالات شان از صبر و حوصله کار بگیرند.
نکته دوم قابل یادداشت این است که هر دو زبان پشتو و دری زبان های رسمی این صفحات بوده و موضوعات به هر دو زبان بطور مساوی و بدون کم و کاست نشر می شود و هر دو زبان برای ما حیثیت شیر و شکر را داشته و لازم و ملزوم بکدیگر می باشد. صرف جهت محدودیت تخنیکی این صفحات که برای امکان نشر موضوعات را به دری و پشتو پهلوی به پهلو نمی دهد بناءً برخی اوقات یکی را اول و دیگری را دوم و برعکس آن نشر خواهیم کرد. عقیده ما برین است که همه زبان ها خلقت الله متعال و از آیات او سبحانه و تعالی بوده (سوره الروم - آیت ۲۲) و وسیله ای برای افهام و تفهیم بشر است. زبان ها هدف یا وسیله ای برتری انسان ها بالای یکدیگر نمی باشد. بلکه اصل برتری تقوی (تقوا) است (سوره الحجرات - آیت ۱۳).
نکته سوم این است که ما متخصصین و دانشمندان زبان های پشتو و دری نیستیم و این هم آشکار است که انسان ها خطاکار اند، به همین دلیل است که قرآن به ما دستور می دهد که از پروردگار خود بخواهیم که مارا به خطاها و نسیان مؤاخذه نکند (سوره بقره، آیه 286)، پس اگر چنین اشتباهاتی به نظر شما رسید، نباید سبب خشم و غصه شما شود و از صفحات ما خفه شوید، بلکه ما را نصیحت کنید که در آینده مرتکب این گونه خطاهای زبانی نشویم.
والسلام
هیئت تحریر صفحات نشراتی و اجتماعی عروة الوثقی
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د علماوو څیړنیزه ټولنه
د عروة الواثقی روزنیز مرکز
د افغانستان د علماوو د څېړنيزې ټولنې اصلي موخې د عروة الوثقی د روزنیز مرکز تر ادارې لاندې د ټولنيزو پاڼو جوړولو په اړه دا دي:
(۱) د ګرانو هیوادوالو پوهاوی د دیني مفاهیمو په اړه چې له غلو، افراط او تفریط پاک او د اعتدال او وسطیت په بنسټ ولاړ وي. هغه وسطیت او اعتدال چې الله سبحانه وتعالی د دغه امت صفت ښودلی او هغه یوازینۍ سمه او مستقیمه لاره ده. (۲) د افغانستان خلکو ته د دوی په ژبه او بې له کومې نیمګړتیا د تبلیغ او پوهې په رسولو سره د مسئولیت ادا کول.
ګرانو هېوادوالو! د عروة الوثقی روزنیز مرکز د منظمو پروګرامونو له لارې تاسو ته د دیني معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، چمتو دی چې د مختلفو دیني مسائلو په اړه ستاسو پوښتنو ته د امکان تر حده او د توان سره سم ځواب ووایي. زموږ هیوادوال کولی شي خپلې پوښتنې د تبصرو یا بریښنالیک له لارې دې پاڼو ته راولیږي او خپل ځوابونه ترلاسه کړي. البته دا باید په یاد ولرو چې ډیری مسایل په مختلفو دیني متنونو کې څیړنې ته اړتیا لري، نو زموږ وړاندیز دا دی چې زموږ هیوادوال باید د خپلو پوښتنو د ځوابونو په هکله له صبر او زغم څخه کار واخلي.
د پام وړ دویم ټکی دادی چې دری او پښتو دواړه د دې پاڼو رسمي ژبې دي او موضوعات یې په دواړو ژبو په مساوي ډول له کمښت څخه پرته خپریږي او دواړه ژبې زموږ لپاره د شیدو او بورې حیثیت لري چې یو بل ته لازم او ملزوم دي. یوازې د دې پاڼو د تخنیکي محدودیت له امله، چې په دري او پښتو ژبو د موضوعاتو د څنګ تر څنګ خپرولو اجازه نه ورکوي، له همدې امله کله ناکله موږ یو لومړی او بل دویم او برعکس خپروو. زموږ عقيده دا ده چې ټولې ژبې د الله سبحانه وتعالی مخلوق او د هغه له آيتونو څخه دي (سورة الروم - 22) او د انسان د پوهاوي وسيله ده. ژبې په یو بل باندې د انسانانو د برتری هدف یا وسیله نه دي. بلکه د برتری اصل تقوی (تقوا) دی (سورت حجرات – ۱۳ آیت).
دریم ټکی دادی چې مونږ د دري او پښتو ژبو متخصصین او پوهان نه یو او دا هم څرګنده ده چې انسانان خطاکار دي نو ځکه د قرآن کریم هدایت دی چې مونږ د خپل رب څخه وغواړو چې مونږ په خطاګانو او هیرونو مؤاخذه نکړي یا ونه نیسي، (سورة البقرة – آیت ۲۸۶) نو که چیرته کومه داسې غلطې مو تر سترګو شوه دا نه ښایی چې ستاسو د قهر او غصې سبب وګرځي او زموږ له پاڼو خفه شی بلکې موږ ته توصیه وکړی تر څو په راتلونکې کې د داسې ژبنیزو خطاګانو مرتکب نشو.
والسلام
د عروة الوثقی د ټولنیزو او خپروندیه پاڼو د تحریر هیئت