Hadi Media

Hadi Media

Share

10/14/2025

د تمثیل محدودیت تر کندهاره!
یو: موږ ټول پوهېږو چي په یوه داسي ټولنه کي ژوند کوو، کوم چي له یوې خوا نه له یوې خوا ئې احساسات راپارول سوي یا راپارول کېږي او که چېري موږ وغواړو یو چا ته په مستقیم ډول لارښوونه یا نقد پر وکړو؛ نو نه یوازي به هغه په قهر سي کېدای سي تر داسي احساساتي حالت پوري ورسېږو چي بېخي به شخړي او جنجال ته نژدې وي.
دوه: زموږ په ټولنه کي داسي څه هم وو یا سته چي نه یوازي زموږ کلتور ئې له منځه وړی؛ بلکي خلک ئې هم دې ته هڅولي چي د هغوی په شان کلتور، ژوند او رواجونه رامنځ ته کړي؛ لکه: هندۍ، ترکۍ، عربۍ، امریکايي، اروپايي او د ځینو نورو هیوادونو ډرامې، فلمونه او پسي ورځه نور...
درې: موږ په ټولنه کي ځیني د خوښۍ او ځینو نورو مراسمو پر مهال ځینو تمثیلي فعالیتونو ته ضرورت سته؛ هغه که د یو چا ستاینه، نقد، نیوکه، د یو ښه پیغام رسول، په ټولنه کي مثبت کار ته خلک رابللل یا دې ورته نور څه وي...
څلور: موږ په خپل هیواد کي بهرنیو فلمونو، ډرامو او لنډو کلیپونو ته کمپاین کړی دئ یا اوس ورته کېږي؛ خو ولي نه غواړو چي خپل تولید سوي فلمونه، ډرامې، سریالونه، لنډ کلیپونه، طنزیه مثبت پیغام لرونکي ویډيوي او بل څه خپله جوړ، خپاره او تر نړیوالو ورسوو، ایا دا امکان نه لري، ایا ممثیلن؛ په ځانګړي ډول کندهاري ممثیلن دا توان نه لري، امکانات نه دي ورته برابر؟
نو د یادو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره تثمیل ته ضرورت دئ، چي هغه د تمثیل له لاري ممکن او کېدای سي ښه نتیجه هم ورکړي؛ ځکه موږ پوهېږو چي د نرمۍ، طنز یا ورته نورو کارونو له لاري پر خلکو پیغام ښه اغېز کوي او نتیجه ئې هم تر هغه ډېره مثبته او ښه وي، چي په زور پر یو چا تپل کېږي؛ خو بدبختانه په کندهار کي ټول ممثیلین له شاوخوا درو اوونیو راهیسي د تمثیل له پاره له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه منع کړل سوي او په دې تمه دي چي نن او سبا به یا په پوره ډول بند یا به هم دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل سي.
موږ ټول (ممثیلین) یو ځل بیا غوښتنه کوو چي په کندهار کي د ممثیلینونو فعالیتونو ته د حکومت له قوانینو سره سم اجازه راکړل سي، چي نه یوازي په دې سره به له یادو سوو فعالیتونو څخه موږ یو فعالیت ترسره کوو؛ بلکي له یادي لاري څخه به یو څه لاسته راوړو، یو مثبت پیغام به نشروو او ورسره به موږ هم په یو کار بوخت یوو.
موږ دا ژمنه کوو، هیڅ داسي فعالیت به نه کوو چي د اسلامي، ملي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو خلاف وي او داسي څه به ټولني ته وړاندي کوو چي له یوې خوا نه له یوې خوا ټولنه پر مثبت لور وهڅوي، خلکو ته ښه پیغام ورسوي، خلک راويښ کړي، خپله د اوسني حکومت د ځینو کارونه ستاینه وکړو، د کندهار دود، عنعنات، رسم او رواجونه تر نړیوالو ورسوو او نور چي دلته ئې د لیکلو له پاره وخت ته اړتیا ډېره ده.
#تمثیل

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Dallas?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

7229 Holly Hill Dr
Dallas, TX
75231