Amanullah Jamalzai

Amanullah Jamalzai

Share

22/12/2025

خدای حقیقت ویني، خو صبر کوي

په ولادیمیر ښار کې د ایوان دیمیتریچ اکسینوف په نامه یو ځوان سوداګر اوسېده. هغه دوه دوکانونه او خپل شخصي کور درلود.

اکسینوف ښکلی و، روښانه او ګړګوتي وېښته یې وو؛ ډېر ټوکي و او له سندرو ویلو سره یې هم مینه وه. کله چې ډېر ځوان و، شراب به یې څښل او چې کله به یې ډېر وڅښل نو بېخي به یاغي شو، خو له واده وروسته یې شراب څښل پرېښودل، مګر کله نا کله به یې یو نیم غوړپ کاوه.

یو اوړی اکسینوف غوښتل چې د نېژني سوداګریز نندارتون ته لاړ شي، کله یې چې له خپلې کورنۍ سره مخه ښه کوله، مېرمنې یې ورته وویل: «ایوان دیمیتریچه، نن مه ځه؛ ما ستا په اړه یو بد خوب لیدلی دی.»

اکسینوف وخندل او ویې ویل: «ته له دې وېرېږې چې زه به نندارتون ته په رسېدو سره عیاشي پیل کړم.»

مېرمنې یې په ځواب کې وویل: «زه نه پوهېږم چې له څه شي وېرېږم؛ یوازې دومره پوهېږم چې یو بد خوب مې لیدلی. په خوب کې مې ولیدل چې ته له ښاره راستون شوې او کله دې چې خپله خولۍ له سره لرې کړه، ومې لیدل چې وېښتان دې سپین شوي وو».

اکسینوف وخندل او ویې ویل: «دا خو د نېکمرغۍ نښه ده. وګوره چې زه خپل ټول مالونه پلورم او تاته له مېلې څخه ډالۍ راوړم.»

له خپلې کورنۍ سره یې مخه ښه وکړه او روان شو.

کله یې چې نیمه لاره وهلې وه، له یوه شناخته سوداګر سره مخ شو او پرېکړه یې وکړه چې دواړه په یوه مسافرخانه کې شپه تېره کړي. هغوی په ګډه چای وڅيښ او بیا په څنګ په څنګ خونو کې ویده شول.

د اکسینوف دا عادت نه و چې تر ناوخته ویده شي؛ نو ځکه یې وغوښتل چې په یخنۍ کې سفر ته دوام ورکړي. تر سپېدو چاودلو مخکې یې خپل ګاډيوان راویښ کړ او ورته ویې ویل چې اسونه چمتو کړي.

بیا د مسافرخانې د خاوند لور ته ورغی (چې په شا کې په یوه کوچني کور کې اوسېده)، کرایه یې ورکړه او خپل سفر ته یې دوام ورکړ.

کله یې چې شاوخوا پنځه ویشت میله لاره ووهله، ودرېد تر څو اسونو ته خوراک ورکړي. اکسینوف د مسافرخانې په دهلېز کې لږ استراحت وکړ، بیا برنډې ته ووت، د سماوار د ګرمولو امر یې وکړ، خپل ګیتار یې راویست او په غږولو یې پیل وکړ.

ناڅاپه یوه ټرویکا (درې اسه ګاډۍ) چې زنګونه یې کړنګېدل راورسېده، یو چارواکی ترې راښکته شو او دوه سرتېري ورپسې وو. هغه اکسینوف ته ورغی او د هغه په اړه یې پوښتنې پیل کړې چې څوک دی او له کومه ځایه راغلی؟ اکسینوف پوره ځوابونه ورکړل او ویې ویل: «غواړې له ما سره چای وڅښې؟» خو چارواکي په کلکه پوښتنو ته دوام ورکړ او ترې ویې پوښتل: «تېره شپه دې چېرې تېره کړې؟ یوازې وې که له کوم بل سوداګر سره؟ آیا نن سهار دې هغه بل سوداګر ولید؟ ولې له سپېدو چاودلو مخکې له مسافرخانې څخه روان شوې؟»

اکسینوف حیران و چې دا ټولې پوښتنې ولې ترې کېږي، خو بیا یې هم هر څه چې شوي وو، تشرېح کړل او زیاته یې کړه: «تاسو ولې له ما څخه داسې پوښتنې کوئ لکه زه چې کوم غل یا شوکمار یم؟ زه د خپل کار لپاره په سفر وتلی یم او زما د پوښتلو هېڅ اړتیا نشته».

بیا هغه چارواکي سرتېري راوبلل او ویې ویل: «زه د دې سیمې د پولیسو مشر یم؛ او ځکه دې پوښتم چې هغه سوداګر چې تېره شپه درسره و، مړ موندل شوی او ستونی یې پرې شوی دی. موږ باید ستا کالي او سامان وپلټو».

دوی خونې ته ننوتل. سرتېرو او د پولیسو افسر د اکسینوف د سامانونو بندونه خلاص کړل او تالاشي یې پیل کړه. ناڅاپه افسر له یوې کڅوړې څخه چاقو راوویست او په چیغه یې وویل: «دا د چا چاقو دی؟»

اکسینوف چې کله له خپلې کڅوړې څخه راویستل شوی په وینو لړلی چاقو ولید، سخت ووېرېد.

افسر وپوښتل: «پر دې چاقو وینه له کومه شوه؟»

اکسینوف هڅه وکړه چې ځواب ورکړي، خو په سختۍ یې کلمې له خولې وتلې او یوازې په بنده بنده ژبه یې وویل: «زه... زه نه پوهېږم... دا زما نه دی».

بیا د پولیسو افسر وویل: «نن سهار هغه سوداګر په خپله بستره کې په داسې حال کې وموندل شو چې ستونی یې پرې شوی و. ته یوازینی کس یې چې دا کار دې کړی دی؛ ځکه د کور دروازه له دننه بنده وه او بل څوک هلته نه وو. دا هم ستا په کڅوړه کې په وینو لړلی چاقو، او ستا څېره او حالت هم ستا د جرم شاهدي ورکوي! راته ووایه چې هغه دې څنګه وواژه او څومره پیسې دې ترې غلا کړې؟»

اکسینوف قسمونه خوړل چې دا کار ده نه دی کړی؛ او له هغه وروسته چې دوی په ګډه چای وڅيښ، بیا یې هغه سوداګر نه دی لیدلی؛ دا یې هم وویل چې له خپلو اتو زرو روبلو پرته بله شتمني نه لري (روبل د روسیې د پیسو واحد دی) او چاقو هم د ده نه دی. خو غږ یې لړزېده، رنګ یې تښتېدلی و او له وېرې داسې رپېده لکه په رښتیا چې مجرم وي.

پولیس افسر عسکرو ته امر وکړ چې اکسینوف وتړي او په ګاډۍ کې یې واچوي. کله چې هغوی د اکسینوف پښې یو له بل سره وتړلې او په ګاډۍ کې یې وغورځاوه، اکسیونوف صلیب رسم کړ [یعنې د نهیلۍ او عاجزۍ لاسونه یې پورته کړل] او ویې ژړل. پیسې او مالونه ترې واخیستل شول، نږدې ښار ته واستول شو او هلته بندي شو. د هغه د شخصیت په اړه په ولادیمیر ښار کې پلټنې وشوې. د هغه ښار سوداګرو او نورو اوسېدونکو وویل چې په پخوانیو وختونو کې به هغه شراب څښل او خپل وخت به یې ضایع کاوه، خو یو نېک سړی و. بیا د محاکمې وخت راغی: هغه د ریازان ښار د یوه سوداګر پر وژلو او د شل زره روبلو پر غلا تورن شو.

د هغه ښځه ډېره نهیلې وه او نه پوهېده چې پر څه باور وکړي. ماشومان یې ټول واړه وو؛ یو یې لا په غېږ کې تي‌خوری و. هغې خپل ټول ماشومان له ځان سره واخیستل او هغه ښار ته لاړه چې مېړه یې هلته زنداني و. په پیل کې اجازه نه ورکول کېده چې ورسره وګوري؛ خو له ډېرو زاریو او ننواتو وروسته یې له چارواکو اجازه ترلاسه کړه او مېړه ته یې ور وسته. کله یې چې خپل مېړه د زندان په جامو او زولنو کې له غلو او مجرمانو سره یوځای ولید، نو بې هوښه راپرېوته او تر ډېره وخته په سد کې نه وه. بیا یې خپل ماشومان ځان ته رانږدې کړل او د هغه تر څنګ کېناسته. د کور د حالاتو په اړه یې ورته وویل او پوښتنه یې ترې وکړه چې پر ده څه تېر شوي دي. هغه ټوله کیسه ورته وکړه او هغې ترې وپوښتل: «اوس نو موږ څه کولی شو؟»
«موږ باید هڅه وکړو چې تزار (پاچا) ته عریضه وکړو تر څو پرېنږدي یو بېګناه انسان هلاک شي.»

ښځې یې ورته وویل چې هغې تیاره تزار ته عریضه لېږلې، خو هغوی نه ده منلې.

اکسینوف هېڅ ځواب ورنه کړ، یوازې سر یې ځوړند ونیو او غمجن ښکارېده.
بیا یې ښځې وویل: «ما بې ځایه خوب نه و لیدلی چې ستا وېښتان سپین شوي دي. در په یاد دي؟ ته باید په هغه ورځ سفر ته نه وای وتلی.» او په داسې حال کې چې خپلې ګوتې یې د هغه په وېښتانو کې تېرولې، ورته ویې ویل: «ګرانه ایوانه، خپلې ښځې ته رښتیا ووایه؛ ایا دا کار تا نه و کړی؟»
اکسینوف وویل: «نو ته هم راباندې شک کوې!» خپل مخ یې په دواړو لاسونو پټ کړ او په ژړا شو. بیا یو عسکر راغی او ویې ویل چې ښځه او ماشومان باید لاړ شي؛ اکسینوف د وروستي ځل لپاره له خپلې کورنۍ سره مخه ښه وکړه.

کله چې هغوی لاړل، اکسینوف هغه خبرې په ذهن کې راوګرځولې چې شوې وې؛ کله یې چې رایاد شول چې حتا خپلې ښځې هم پرې شک کړی و، نو له ځان سره یې وویل: «داسې ښکاري چې یوازې خدای پاک پر حقیقت خبر دی، یوازې هغه ته باید زارۍ وکړو او یوازې له هغه څخه د رحم تمه ولرو.»

تر هغه وروسته اکسینوف نورې عریضې ونه لیکلې؛ له هر څه یې امېد پرې کړ او یوازې خدای ته یې دعاګانې کولې.

پر اکسینوف د دورو وهلو او کانونو ته د لېږلو حکم وشو. هغه په دورو ووهل شو او کله یې چې د دورو زخمونه جوړ شول، له نورو بندیانو سره یوځای سایبریا ته واستول شو.

اکسینوف شپږویشت کاله په سایبریا کې د یوه زنداني په توګه ژوند وکړ. وېښتان یې د واورې په څېر سپین شول او ږیره یې اوږده، نرۍ او خړرنګه شوه. ټوله خوشحالي یې له منځه لاړه؛ شا یې کړوپه شوه، په کراره یې قدم واهه، ډېرې لږې خبرې یې کولې، هېڅکله یې نه خندل، خو تل به یې دعا کوله.

په زندان کې اکسینوف د بوټانو جوړول زده کړل او لږې پیسې یې وګټلې چې په هغو یې د «اولیاوو ژوندلیک» کتاب واخیست. کله به چې په زندان کې رڼا وه، ده به دا کتاب لوست؛ او د یکشنبې په ورځو به یې د زندان په کلیسا کې دیني درسونه لوستل او په مذهبي سندرو کې یې برخه اخیسته، ځکه چې غږ یې لا هم ښه و.

اکسینوف د عاجزۍ او نرم خوی له امله د زندان د چارواکو ډېر خوښ و او نورو بندیانو به ورته درناوی کاوه؛ هغوی به «بابا» او «ولی» یا «سپیڅلی» باله. هر کله به چې هغوی غوښتل د زندان له چارواکو څخه د کوم څه غوښتنه یا عریضه وکړي، تل به یې اکسینوف خپل استازی ټاکه او کله به چې د بندیانو تر منځ کومه شخړه رامنځته شوه، هغوی به ده ته ورتلل تر څو روغه جوړه وکړي او د موضوع په اړه پرېکړه وکړي.

له کوره اکسینوف ته هېڅ خبر نه رسېده او هغه ان په دې هم نه پوهېده چې ښځه او ماشومان یې ژوندي دي او که نه.

یوه ورځ د محکومو بندیانو یوه نوې ډله زندان ته راغله. ماښام مهال زاړه بندیان د نویو بندیانو په شاوخوا کې راټول شول او ترې ویې پوښتل چې هغوی د کومو ښارونو یا کلیو دي او په کوم جرم محکوم شوي دي. اکسینوف هم له نورو سره یوځای د نویو راغلو کسانو تر څنګ کېناست او په غمجن حالت کې یې د هغوی خبرو ته غوږ ونیو.

د نویو بندیانو په منځ کې یو جګ او غښتلی شپېته کلن سړی و چې خړرنګه ږیره یې لنډه کټ کړې وه؛ هغه نورو ته کیسه کوله چې په کوم تور نیول شوی دی.

هغه وویل: «ښه ملګرو، ما یوازې یو اس چې په یوه بګۍ پورې تړلی و، واخیست، خو هغوی زه ونیولم او په غلا یې تورن کړم. ما ورته وویل چې دا مې یوازې د دې لپاره اخیستی و چې ژر کور ته ورسېږم او بیا مې بېرته خوشی کړ؛ بې له دې هم هغه ګاډيوان زما نږدې ملګری و. ما ورته وویل: "دا خو کومه ستونزه نه ده." خو هغوی وویل: "نه، تا دا غلا کړی دی." خو دا چې ما څنګه او له کومه ځایه غلا کړی، هغوی یې په اړه څه نه شوای ویلی. ما یو ځل رښتیا هم یوه غلطي کړې وه او د انصاف له مخې باید ډېر پخوا دلته راغلی وای، خو هغه ځل مې چاره چا ونه کړه (څوک راباندې پوه نه شول). اوس یوازې د هېڅ لپاره دلته راولېږل شوم... ای، خو زه درته دروغ وایم؛ زه پخوا هم سایبریا ته راغلی وم، خو ډېر وخت دلته پاتې نه شوم.»

یو چا وپوښتل: «ته د کوم ځای یې؟»

هغه وویل: «د ولادیمیر یم. زما کورنۍ د همدې ښار ده. زما نوم مکار دی او سیمیونیچ مې هم بولي.»

اکسینوف خپل سر را پورته کړ او ویې ویل: «ما ته ووایه، سیمیونیچه، ایا ته په ولادیمیر کې د اکسینوف سوداګرو په اړه څه خبر یې؟ ایا هغوی لا هم ژوندي دي؟»

«خبر یم؟ البته چې خبر یم. اکسینوفان ډېر شتمن دي، که څه هم پلار یې په سایبریا کې دی؛ داسې ښکاري چې هغه هم زموږ په څېر یو ګناهکار وي! خو اې بوډا، ته دلته څنګه راغلی یې؟»

اکسینوف نه غوښتل چې د خپلې بدبختۍ په اړه خبرې وکړي. هغه یوازې یو سوړ اسوېلی وویست او ویې ویل: «د خپلو ګناهونو له امله دا شپږویشت کاله په زندان کې یم.»

مکار سیمیونیچ وپوښتل: «کوم ګناهونه؟»

خو اکسینوف یوازې دومره وویل: «خیر دی، خیر دی، خامخا يې مستحق وم!» هغه نه غوښتل نور څه ووایي، خو ملګرو یې نوي راغلي سړي ته کیسه وکړه چې اکسینوف څنګه سایبریا ته راغلی: یو چا یو سوداګر وژلی و او چاقو یې د اکسینوف په شیانو کې اېښی و او اکسینوف په ناحقه محکوم شوی و.

کله چې مکار سیمیونیچ دا واورېدل، اکسینوف ته یې وکتل، پر خپل زنګون یې لاس وواهه او په حیرانتیا سره یې وویل: «ښه، دا خو حیرانوونکې ده! رښتیا هم د حیرانتیا خبره ده! خو اې بابا، ته څومره زوړ شوی یې!»

نورو ترې وپوښتل چې هغه ولې دومره هک حیران شو او اکسینوف یې پخوا چېرته لیدلی و؛ خو مکار سیمیونیچ ځواب ورنه کړ. هغه یوازې دومره وویل: «ملګرو، دا ډېره عجیبه ده چې موږ دلته سره ولیدل!»

دغو خبرو اکسینوف په دې سوچ کې کړ چې ایا دا سړی به پوهېږي چې هغه سوداګر چا وژلی و؛ نو ویې ویل: «سیمیونیچه، ښايي تا د هغې پېښې په اړه څه اورېدلي وي او یا به دې زه پخوا لیدلی یم؟»

«ولې به مې نه وي اورېدلي؟ نړۍ له اوازو ډکه ده. خو دا د ډېر پخوا خبره ده او څه مې چې اورېدلي وو، اوس رانه هېر دي.»

اکسینوف وپوښتل: «ښايي دا دې اورېدلي وي چې سوداګر چا وژلی و؟»
مکار سیمیونیچ وخندل او ځواب یې ورکړ: «خامخا به هماغه چا وژلی وي چې چاقو یې په کڅوړه کې موندل شوی و! که بل چا چاقو هلته پټ کړی وي نو لکه چې وایي "غل تر هغه پورې غل نه دی تر څو چې نیول شوی نه وي." دا څنګه کېدای شي چې یو څوک دې ستا په کڅوړه کې چاقو کېږدي، په داسې حال کې چې هغه ستا تر سر لاندې و؟ دغه کار خو به حتماً ته له خوبه ویښ کړی وای؟»

کله چې اکسینوف دا خبرې واورېدې، ډاډه شو چې دا هماغه سړی دی چې سوداګر یې وژلی و. پاڅېد او لاړ. اکسینوف ټوله شپه ویښ پروت و.

ډېر سخت غمجن و او هر ډول انځورونه یې په ذهن ته درېدل. د خپلې ښځې هغه انځور یې سترګو ته ودرېد چې کله دی د سوداګریز نندارتون لپاره ترې جلا کېده. هغه یې داسې ولیده لکه حاضره چې وي؛ مخ او سترګې یې مخې ته ودرېدې؛ هغه یې په خبرو او خندا ولیده. بیا یې خپل ماشومان ولیدل، لکه هغه وخت چې ډېر واړه وو: یوه کوچنۍ چپنه اغوستې وه او بل د مور په غېږه کې پروت و. او بیا یې خپل پخوانی حالت رایاد کړ چې ځوان او خوشحاله و. هغه وخت ور په یاد شو چې د هغې مسافرخانې پر برنډه ناست و او ګیتار یې غږاوه چې پکې نیول شوی و، او څومره بې غمه و. هغه په خپل ذهن کې هغه ځای ولید چې وهل شوی و، جلاد یې ولید، او خلک چې شاوخوا ولاړ وو؛ زولنې، بندیان، د زندان د ژوند ټول شپږویشت کاله، او له وخته مخکې زړښت هر څه یې تر سترګو تېر شول.

دغو ټولو فکرونو اکسینوف دومره بې‌چاره او بې‌حاله کړ چې ان ځان‌وژنې ته نږدې شوی و. اکسینوف له ځان سره وویل: «دا هر څه د هغه بدذاته (مکار) له لاسه وشول!» د مکار سیمیونیچ په مقابل کې د هغه غوسه دومره زیاته وه چې د غچ اخیستلو تنده یې لرله، حتا که په دې لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وای. هغه ټوله شپه دعاګانې تکرارولې، خو سکون یې نه شوای موندلی.

د ورځې په اوږدو کې مکار سیمیونیچ ته نه نږدې کېده او ان ورته کتل یې هم نه. په همدې ډول دوې اونۍ تېرې شوې. اکسینوف د شپې خوب نه شوای کولی او دومره په عذاب و چې نه پوهېده څه وکړي.

یوه شپه چې کله په زندان کې ګرځېده، پام یې شو چې د هغو تختونو له لاندې څخه چې بندیان پرې ویدېدل، خاوره راغورځېږي. دی ودرېد تر څو وګوري چې دا څه دي. ناڅاپه مکار سیمیونیچ له تخت لاندې راووت او په وېرېدلې څېره یې اکسینوف ته وکتل. اکسینوف هڅه وکړه چې پرته له کتو ترې تېر شي، خو مکار د هغه لاس ونیو او ورته ویې ویل چې تر دېوال لاندې یې سوری کیندلی دی؛ هغه به خاوره په خپلو اوږدو بوټانو کې اچوله او هره ورځ به یې په هغه لاره کې تشوله چې بندیان به کار ته بېول کېدل.

«اې بوډا، ته یوازې خوله پټه وساته، ته به هم وتښتې. که دې خبره رسوا کړه، هغوی به ما تر مرګه ووهي، خو زه به تر هغې پخوا تا ووژنم.»

اکسینوف چې خپل دښمن ته کتل، له غوسې ورپېد. خپل لاس یې ترې کش کړ او ویې ویل: «زه د تېښتې هېڅ ارمان نه لرم، او تاته زما د وژلو ضرورت نشته؛ تا زه ډېر پخوا وژلی یم! د خبرې رسوا کولو په اړه باید ووایم چې کېدای شي ویې کړم او یا نه، دا به خدای ته معلومه وي.»

بله ورځ، کله چې بندیان کار ته ایستل شوي وو، د ساتونکو عسکرو پام شو چې ځینې بندیان له خپلو بوټانو خاورې تشوي. زندان وپلټل شو او کیندل شوی تونل وموندل شو. والي (د زندان مشر) راغی او له ټولو بندیانو یې پوښتنې پیل کړې تر څو پوه شي چې سوری چا کیندلی دی. ټولو له دې خبرې انکار وکړ. هغوی چې پوهېدل، مکار سیمیونیچ یې ونه ښود، ځکه پوهېدل چې هغه به تر مرګه ووهل شي. په پای کې والي اکسینوف ته مخ واړاوه، ځکه هغه یې د یوه رښتیني سړي په توګه پېژانده، او ویې ویل:

«ته یو رښتینی سپین ږیری یې؛ ما ته د خدای په خاطر ووایه، دا سوری چا کیندلی دی؟»

مکار سیمیونیچ داسې بې‌پروا ولاړ و چې ګواکي هېڅ نه دي شوي؛ هغه والي ته کتل او حتا یو ځل یې هم اکسینوف ته ونه کتل. د اکسینوف شونډې او لاسونه رپېدل او تر ډېره وخته یې یوه خبره هم نه شوای کولی. هغه له ځان سره فکر وکړ: «زه ولې هغه څوک وژغورم چې زما ژوند یې تباه کړ؟ پرېږده چې د هغو کړاوونو سزا وګوري چې ما ګاللي دي. خو که زه یې وښیم، هغوی به یې تر مرګه ووهي، او کېدای شي زما شک پر هغه ناسم وي. او په پای کې، دا کار به ماته څه ګټه ورسوي؟»

والي بیا تکرار کړه: «ښه بوډا، موږ ته رښتیا ووایه: تر دېوال لاندې چا کیندنه کوله؟»

اکسینوف مکار سیمیونیچ ته یو نظر وکړ او ویې ویل: «ښاغلیه، زه یې نه شم ویلی. دا د خدای رضا نه ده چې زه یې در وښیم! هر څه چې کولی شئ راسره ویې کړئ؛ زه ستاسو په لاس کې یم.»

که څه هم والي ډېره هڅه وکړه، خو اکسینوف له دې زیات څه ونه ویل، نو ځکه موضوع هماغسې پاتې شوه.

هغه شپه، کله چې اکسینوف پر خپل کټ پروت و او نږدې وو چې خوب یې یوسي، یو څوک په ارامه راغی او د هغه د کټ پر سر کېناست. اکسینوف په تیاره کې ځیر شو او مکار سیمیونیچ یې وپېژانده.

اکسینوف وپوښتل: «نور له ما څه غواړې؟ دلته ولې راغلی یې؟»

مکار سیمیونیچ غلی و. نو اکسینوف په کټ کې راکېناست او ویې ویل: «څه غواړې؟ ځه له دې ځایه، ګنې پیره‌دار به راوبولم!»

مکار سیمیونیچ اکسینوف ته نږدې شو او په پسپسۍ (ورو) یې وویل: «ایوان دمیتریچه، ما وبښه!»

اکسینوف وپوښتل: «د څه لپاره؟»

«هغه سوداګر ما وژلی و او چاقو مې ستا په شیانو کې پټ کړی و. ما غوښتل تا هم ووژنم، خو بهر مې یو غږ واورېد؛ نو چاقو مې ستا په کڅوړه کې واچاوه او له کړکۍ مې ځان وویست.»

اکسینوف غلی شو او نه پوهېده چې څه ووایي. مکار سیمیونیچ له تخت څخه راښکته شو او پر ځمکه په زنګنونو شو. هغه وویل: «ایوان دمیتریچه، ما وبښه! د خدای لپاره ما وبښه! زه به اعتراف وکړم چې سوداګر ما وژلی و، بیا به ته خوشی شې او خپل کور ته به لاړ شې.»

اکسینوف وویل: «دا خبرې ستا لپاره اسانې دي، خو ما ستا په خاطر دا شپږویشت کاله کړاوونه وګالل. اوس به چېرته لاړ شم؟... ښځه مې مړه ده او ماشومانو مې هېر کړی یم. زه د تلو لپاره هېڅ ځای نه لرم...»

مکار سیمیونیچ راپورته نه شو، خپل سر یې په ځمکه واهه. په چیغه یې وویل: «ایوان دمیتریچه، ما وبښه! کله چې هغوی زه په دورو وهلم، زغم یې دومره ګران نه و لکه څومره چې اوس ستا لیدل ماته سخت دي... بیا هم تا راباندې رحم وکړ او زما خبره دې رسوا نه کړه. د خدای په خاطر ما وبښه، زه ډېر بدبخت یم!» او په سلګیو یې پیل وکړ.

کله چې اکسینوف د هغه سلګۍ واورېدې، دی هم په ژړا شو.

هغه وویل: «خدای به دې وبښي! شاید زه تر تا سل چنده بدتر وم.» او په دې خبرو سره یې زړه سپک شو او د کور ارمان یې له منځه لاړ. هغه نور له زندانه د وتلو هېڅ غوښتنه نه لرله، بلکې یوازې خپل وروستي ساعت (مرګ) ته په تمه و.

که څه هم اکسینوف د هر څه په اړه چوپ پاتې شو، خو مکار سیمیونیچ په خپله ګناه اعتراف وکړ. خو کله چې د هغه د خوشي کېدو امر راغی، اکسینوف مړ شوی و.

لیکوال: لیو تولستوی
ژباړه: امان الله جمالزی

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Moscow?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Moscow