Naqeeb wafa
21/10/2025
دہ نصیب اللہ زامون قسیم اوہمایون دہ سلنڈرفٹاو سہ خہ زخمی دہ روغ صحت دوا کوی🥲🥲🥲
20/10/2025
حقیقت دا دی چې ریاست په بشپړ ډول د پښتنو تر منځ خپل حیثیت بایللی، هر پښتون دوی ته د استعمار په سترګه ګوري، د پښتنو تر منځ په ډلییزه توګه له دوی څخه کرکه کیږي، د ملي مشر منظور پښتین په وړاندې تېر اووه نیم کاله دوی د انډیا له جاسوس نیولي، تر NDS پورې بیا د دهشتګرد له نامه نیولي تر سېکولر نامه پورې هر څه وویل، خو نه یې د پښتنو په منځ کې خپل بایللی حیثیت وساتلو او نه یې هم د پښتنو تر منځ د ملي مشر منظور پښتین مخبوبیت کم کړ، موږ پدې ویاړ کوو چې دوی د مشر خلاف خپله ټوله تبلغیاتي دستګاه فعاله کړي، او د روزنه په بنیاد میلیونونه روپۍ پدې لګوي چې د سوشل میډیا پدې ټرېنډونو او د GHQ لخوا په لیکل شویو ټویټونو به د مشر محبوبیت کم کړي، دوی نه پوهیږي چې پدې سره خدای ج ورځ تر بلې مشر منظور ته له ډېر عزت ورکوي، د ملي مشر منظور د مبارزې او حقانیت له وجې اوس د پښتنو تر منځ د دښمن معیار دا دی چې دغه ریاست د چا د بدنامولو هڅه وکړي هغه خلک پښتانه خپل ریښتني خواخوږي ګڼي، دوی د خپلو روزل شویو غلامانو په مټ هره دوهمه ورځ په مشر پسې رنګه رنګ تهمتونه تړي، خو د ټول خلک د پښتنو تر منځ یوازې منفور او مختوري کیږي.
ملي مشر منظور د پښتنو هر درد او غم پاللی، تل د خپل ولس تر منځ په هر رقم حالتو کې پاتې شوی، د اوس لاړ شئ، د پښتنو په غرونو او رغونو کې د پښتنو په ښارونو او پوهنتونو کې وګورئ چې لدغه استعماري ریاست څخه څومره کرکه موجوده ده او د ملي مشر منظور سره خلک څومره مینه کوي.
امن کا دوسرا نام مشر منظور پشتین
Click here to claim your Sponsored Listing.