ZAWAN

ZAWAN

Share

26/05/2026

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، احتمال شته چې د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

25/05/2026

د نړیوالو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي. د «اویل پرایس» وېبپاڼې د راپور له مخې، د خامو تېلو په نړیوال بازار کې د بیو کمېدو بهیر دوام لري.

24/05/2026

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر پر ملي کلمه بندیز لګولی، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ژبې د پیاوړتیا او د اعلاناتو د تنظیم په موخه ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکلي.

24/05/2026

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یې د راکټي بریدونو په پایله کې ۵ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو تر اوسه ددې ادعا په اړخه څه نه دي ویلي

23/05/2026

د خېبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په منځنۍ برخه کې د تحریک طالبان پاکستان او د هغې نه بېلې شوې ډلې جمعیت الاحرار ترمنځ په خونړیو خپلمنځي نښتو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي

22/05/2026

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نورمحمد ثاقب د پنجشنبې په ورځ د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم څار او د حج پروسې د رهبرۍ لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روان کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان مکې مکرمې ته رسېدلي دي

22/05/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل مشر زوی جونیور ډونالډ ټرمپ د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه د هغه په وینا د دغو مراسمو وخت ورته مناسب نه دی او دا مهال د «ایران موضوع او نورو مسایلو» سره بوخت دی.

21/05/2026

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Hayatabad
Peshawar
POHTOON