Two Bro D.K

Two Bro D.K

Partager

10/08/2023

15/07/2022

په شپږیزه کې کرېکټ بورډ له بلاسم روغتون سره تړون لاسلیک کړی او وایي که په شپږیزه وتلی توپ چا په نندارچیانو کې کېچ کړ نو ۵۰۰۰ افغانۍ انعام به ورکوي. په دې هیله چې د نندارچیانو ترمنځ د کېچ نیولو له امله سرونه لږ مات شي او کېچونه ډېر ونیول شي. یوه قاعده باید ورته جوړه شي چې کوم کېچ د منلو دی کوم نه دی که نه نو د بلاسم ډاکټران به د پټیو لګولو په چاره ستړي شي. له تاسو یې پوښتم په زینو کې د کېچ قاعده باید څه وي چې دعوې کمې شي؟

14/07/2022

د شیخ سردار ولي د مرموزې وژنې په اړه د حاکم نظام تر لاسه شوي وروستي جزئیات!
ـــــ
• نوموړی چې په کوم کور کې اوسيده کور يې يواځې محدودو نيږدې خپلوانو او خاصو ملګرو ته معلوم و.
• هغه خپل ماشومان د اختر په ورځو کې خپلې خسرګنۍ ته استولي وو او دی تنها په کور کې اوسيده.
• د شیخ سردار ولي يوملګری قاري سلمان وايي: (ما شيخ صاحب ته د غرمې ډوډۍ لپاره دعوت ورکړ خو راته یې وويل: غرمې ته مې يو ملګری راغوښتی چې د هغه له مجلس څخه فارغ شم بيا درځم.
خو له يوې بجې وروسته یې تليفون بند شو، ما داسې فکر کاوه چې چيرته بل ځای ته به تللی وي. خو ماښام اته بجې شاوخوا چې يې کور ته ورغلم ومې لیدل چې شیخ صاحب په خپل کور کې لومړی په چړو وهل شوی او وروسته ذبح کړل شوی.)
• د بلاک چوکيدار هم وايي: (شيخ صاحب غرمې ته نیږدې تنها له کور څخه راووت او لږ وروسته يو ځوان چې ماسک يې اچولی و، يوځای کور ته ورسره ننوت او له يو څه وخت له تېرولو وروسته دغه ځوان کس تنها راووت او د ماشومانو يو سايکل يې هم لاس کې و.)
• شيخ سردار ولي رحمه الله څه موده وړاندې له شيخ احمد شاه صاحب سره په يو ګډ بيان کې په مسجدونو بریدونه هم حرام بللي وو او هم یې خلک د اوسني نظام اطاعت ته رابللي وو.
• د حاکم نظام د استخباراتي معلوماتو او همدا راز د خو.ار.جو له بندیانو څخه د ترلاسه شويو اعترافاتو په ترڅ کې داسې معلومات ترلاسه شوي چې په لوړه کچه یې د هغه د ترور پلان درلود او په وژنه کې يې داسې څوک برخه لري چې شيخ سردارولي پرې اعتماد درلود.
• حاکم نظام ژمنه کړې چې په هر قیمت وي قاتلین به یې د قانونو منګولو ته سپاري.
***
Two Bro D.K

14/07/2022

دقران عظیم کتاب ستر مفسر او دخوږ نبی صلی الله علیه والسلام دسیرت استاد شیخ صیب سردارولي ثاقب په شهادت سخت وزوریدم.

الله دې ظالمان هلاک او شیخ صیب دلوړو مرتبو څښتن کړي!
آمین

Vous voulez que votre entreprise soit Gym la plus cotée à Paris ?
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Téléphone

Site Web

Adresse

Paris