Laghman Views
22/04/2022
بهر ته تلوونکي او بهر ته تللي د څه شي ارمان کوي
بهر ته تلوونکي شپه او ورځ په دې فکر کې وي چې څنګه او کله ژر له هېواده ووځي او په بل هېواد کې پښه کېږدي او له هغو ځایونو خوند واخلي چې په منظرو, سریالونو, فلمونو او نورو تصویرونو کې يې لیدلي, خو بهرته تللي زیاتره یې په دې فکر کې دي چې څومره ژر او په قانوني توګه د کابل په هوایي ډګر کې ښکته , خپله خاوره مچو کړي او په یوه زړه والګاه موټر کې له هوایي ډګر څخه تر کوره لاړ شي, د کورنۍ غړي او خپلوان پرې راټول شي او یوه ترخه شوروا وخوري, د ګندنې, کچالو, کدو او نورو سبزیو له پیرکیو او شړمبو خوند واخلي.
بهر ته یوشمېر تلوونکي حتی په لمانځه کې هم په دې فکر کې وي چې هلته به د توت د پاڼو په څېر پرېمانه پیسې وګټي او څه شی یې چې زړه غواړي هغه پرې وکړي, خو بهر ته زیاتره تللي کسان په دې فکر کې دي چې څنګه ایله خپل لګښت سر و نوک پوره او یا هم بېرته هېواد ته لاړ شي, بهر کې د کور له لوړې کرایې, برېښنا,انترنېټ, صفایۍ او پوسټ له بېلونو او نورو لوړو ټکسونو سترګې پناه او خپل هېواد کې له دغو ملاماتونکو لګښتونو پرته یوه ارامه شپه ویده او تر سهاره په بل اړخ نه شي.
بهر ته یو شمېر تلوونکو ته د سفر د هوډ پرمهال, د کورنۍ غړو, خپلوانو او ددې ترڅنګ د اخترونو جمعې لمانځه , اذان, نوروز او نورو ورځو او ملي مسایلو ارمان, درد او غم ,زیات نه ښکاري, خو بهر ته تللي کسان هلته ددغو مسایلو کمښت او یا نشتون د شمعې په څېر ویلي کوي او ان ددغو مسایلو لپاره هلته ارام ژوند پرېښود ته اړ کیږي او په هېواد کې ددغو موضوعاتو لپاره هر ډول ستونزو ته اوږه ورکوي.
له هېواده یوشمېر تلوونکي کسان د ځینو نورو له شر او زیان څخه د خوندیتوب په موخه بهرینو هېوادونو ته روان دي او له خپلو دغه ډول هېوادوالو څخه کرکه کوي, خو بهرته د تلليو کسانو بیا په هغو هېوادونو کې پر خپل هېوادوال پسې سترګې وځي او ټول فکر او ذهن یې په دې کې وي چې په کوم ځای کې څه ډول یوه لحظه یو هېوادوال پیدا کړي او د زړه خواله ورسره وکړي او ان د هېواد مینه پرې ماته کړي.
له هېواده تلوونکي کسان نورې بهرنۍ نړۍ ته د مور د غېږې او د کور د زانګو په څېر د ارام او سکون لرونکي ځای په سترګه ګوري, خو بهر ته تللي کسان یواځې د خپلو کوچینو ماشومانو دې پوښتنو ته چې ولې له خپل هېواد څخه راغلو? کله بېرته ځو? اختر کې به د کومو خپلوانو کره ځو? ولې فلان او پستان زموږ کره نه راځي? ځینې نورې پوښتنې او محرومیتونه د غره په شان د مور او پلار حوصله او زغم ختموي او یوې پوښتنې ته یې هم ځواب نه لري.
نور ډېر مسایل هم شته چې بهر ته تلوونکي يې د ترلاسه کولو لپاره پسې غوټې وهي او تللي لکه ډوب شوي کسان د ځان ایستلو او نجات پیدا کېدو په فکر کې دي.
ليکنه: حکمت بشارت
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.