Waligul Aryan

Waligul Aryan

Share

17/03/2025

ای د عرش څښتنه🤲
هغه حاجتونه مو پوره کړه
چې دا ډېر وخت ورته په انتظار یو🥹

18/01/2025

وصیت
——
زما سترګې هغه کس ته ورکړه چا چې هېڅکله لمر نه وي لیدلی؛ د ماشوم څهره یا د یوې ښځې په سترګو کې یې مینه نه وي لیدلي

‏‎ زما زړه هغه کس ته ورکړه د چا زړه چې له درده پرته هېڅ نه وي لیدلي

زما وینه هغه ځوان ته ورکړه چې په زخمي حالت کې له موټره راښکته شوی وي تر څو د خپلو ماشومانو لوبې وګوري او ژوند وکړي

زما ګُردې هغه کس ته ورکړه چې له کلونو یې ژوند په ماشین روان دی

زما له بدنه ټول هډوکي، غړي او اعصاب وباسه او داسې کومه طریقه جوړه کړه چې هغه معیوب ماشوم په خپلو پښو وګرځي

که ته بیا هم اړین ګڼې چې زما یو څه دې دفن شي نو زما تېروتنې، کمزورۍ او زما انساني تعصب دفن کړه

زما نیکۍ او مهربانۍ هغه شیطان ته وسپاره چې ډېره اړتیا ورته لري!

Photos from Waligul A***n's post 25/12/2024

دا ځوان عبید نومیږي!
په سعودیه کې په یو لوی شرکت کې کار کوي،باګېسطانیانو پکې دندې لپاره اپلای کړي وو ، چې د یوې مخې یې ټول رحصت کړه.
یاره داسې قاطع او په وطنوالو ولاړ ځوانان دې لا ډیر شي. ❤️

Want your business to be the top-listed Media Company in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Khost
Khost