lklemar
27/06/2024
اتلانو!
د نړیوالجام سفر مو بریالی او تاریخي و.
د نیوزیلانډ غوندې پیاوړې لوبډله مو ماته کړه. د اسټرالیا غرور مو هم مات کړ.
سوپر ۸ پړاو او سیمېفاینل ته تګ مو تاریخي و.
د کریکټ له عادي څارونکيو نيولې بیا تر مسلکي هغو ټول مو حیران کړل.
زمونږ خو خپل یئ، وینه او مینه مو یئ، مونږ خو به خود درباندې ویاړو، خو تاسو په دې سفر کې داسې څه وکړل، چې پردي هم درباندې ویاړ کوي. د نړیوالجام په دې سفر کې ستاسو کارنامو ټوله دنیا حیرانه کړې. تردې وروسته به مو حریفان په کمه سترګه نه درته ګوري، درنه یرېږي به، سترګه به یې درنه سوځي.
نور مونږ چیش غواړو؟
مونږ خو همدا غوښتل.
نو:
مننه اتلانو، ډېر پهخیر راشئ، مونږ به مو ګلان پهلاس هرکلي ته ولاړ یو.
25/06/2024
په جذباتو او احساساتو کې ډوب وطنواله جار دې شم!
د بریا پرمهال د خوښۍ اوښکې دې لکه ملغلرې قیمتي وې. د لوبې په جریان کې د لوبغاړو د تشویق لپاره نارېسورې دې لکه د مرحوم عبدالله مقري حماسي سندرې خوږې لګېدې.
تا د لوبې پرمهال د ټولو افغانانو نمایندګي وکړه، په خپلو اوښکو او سویو چیغو سره دې نړۍ ته وښوده، چې د ريښتیني افغان په سينه کې د وطن د مینې اور څومره ګَرم وي.
25/05/2024
نن مې د هغې افغانې معصومې نجلۍ وېډیو ولېده، باور وکړئ ذهناً یې سخت شکنجه کړم.
دا په زرهاو کې یوه/یو وي چې رسنیز شي، ګني ورته ډېرې افغانې نجونې او هلکان بدحاله، دربدر او خاورې پر سر د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او د خپل تیاره راتلونکې پر لور خپل کوچني قدمونه اخلي.
بد اقتصادي وضعیت په سختو او درنو کارونو مجبوره کړې وي، له زدکړو یې بې برخې کړې وي او د ماشومتوب ټولې خوښۍ یې لوټل شوې وي.
رب متعال دې د افغان ماشوم پر حال رحم وکړي.
او:
« لوند په شبنم شمال که را نه شي وږمې مړې دي
د زړه ګلونه توی غوټۍ غوټۍ یې مړې مړې دي
مګر په خپل ورغوي وکاږي تصویر د ګلاب
هی د افغان ماشوم د رسم کتابچې مړې دي »
#افغانستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost
2501