Foxs Cave
په بنګلهدېش کی رسنۍ وايي چې د ياد هيواد د کرکټ بورډ د فساد ضد ډلګۍ پرته له اجازې د افغان پیلیز لوبغاړی رحمن الله ګربز د اوسېدو اطاق ته ننوتې.
د ډاکه لوبډلې اجرائيه رئيس وايي چې د فساد ضد ډلګۍ د غير مسلکي چلند له کبله يو نړیوال مشهور بهرنی لوبغاړی(رحمن الله ګربز) خواشینی شوی دی. عتيق فهد زياتوي چې په یو ناڅاپي توګه د داسې لوبغاړي خونی ته ننوتل چې لويو ليګونو کې لوبېدلی د بنګلهدېش د کرکټ انځور خرابوي، په دی برخه کی د فساد ضد ډلګۍ بايد په احتياط قدم واخلی
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم نشر شوي وو چې د بنګلهدېش د کرکټ بورډ د فساد ضد ډلګۍ د ډاکه لوبډلې د اجرائيه رئيس(عتيق فهد) تليفون هم ضبط کړی دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.