ZEER Group

ZEER Group

Share

ZEER Group welcomes you to :
" The Afghanistan CEO Conference 2016 "
The Biggest prominent gathering of high class business officilas in Afghanistan. ZEER is one of leading business services providing group in Afghanstan. ZEER started as a Financial Solutions Consulting Company in 2012 and rendered its services in the following Divisions
• ZEER Auditing and consulting
• ZEER Center for Proffes

13/01/2026

په تفریحي سیمو کې د دا ډول منظم، ښکلي او معیاري ودانیو جوړول یوازې د لوکس سیاحت خبره نه ده، بلکې دا د اقتصادي ودې، کورني سیاحت او د خلکو د ذهني ارامتیا لپاره یوه ستره اړتیا ده.

دا ډول کورنۍ ‌محوره تفریحي استوګنځي کولی شي:
• کورنیو ته د خوندي، ارام او باعزته رخصتیو زمینه برابره کړي
• ځوانانو او اشخاصو ته د ذهني فشار د کمولو فرصت ورکړي
• داخلي سیاحت پیاوړی کړي او پیسې د هېواد دننه وساتي
• د کار زمینه برابره کړي (هوټلونه، خدمات، ټرانسپورټ، سوداګري)
• د غرنیو او طبیعي سیمو ارزښت څو چنده لوړ کړي

که موږ غواړو چې خلک بهرنیو هېوادونو ته د تفریح لپاره ولاړ نه شي، نو باید د هېواد دننه معیاري، پلان‌شوي او دوامدار تفریحي ښارګوټي ولرو؛ داسې ځایونه چې هم د طبیعت ساتنه پکې شوې وي او هم د انسان اړتیاوې پوره کړي.

دا ډول پروژې:
- د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې ښه فرصت دی
- د حکومت لپاره د عوایدو نوې سرچینه ده
- د ولس لپاره د هوساینې او خوشحالۍ پیغام لري

افغانستان ښکلی طبیعت لري، یوازې سم فکر، سمه طرحه او عملي اراده غواړي.
که نور هېوادونه دا کار کولی شي، موږ ولې نه؟


#

Photos from ZEER Group's post 10/01/2026

زمونږ د رضاکارو ځوانانو لخوا ډالی:

📍 د شاه دو شمشیره جومات شاوخوا سیمه – کابل (د AI مفهومي انځور)

دا انځور د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړ شوی مفهومي تصور دی، چې ښيي د شاه دو شمشیره جومات شاوخوا سیمه څنګه کولی شي په منظم، عصري او له کلتور سره سم ډول وده ومومي.

دا د عملي تطبیق نقشه نه ده، بلکې یو لید (Vision) دی.
یوه هڅه چې خلکو ته وښيي زموږ تاریخي او مهم ځایونه څنګه کولی شي پاک، ښکلي او د ژوند لپاره مناسب شي، پرته له دې چې خپله پېژندنه له لاسه ورکړي.

💬 ستاسو نظر موږ ته مهم دی:
• ایا دا تصور مو خوښ شو؟
• تاسو به پکې څه بدل یا ور زیات کول غواړئ؟

📸 غواړئ برخه واخلئ؟
که د خپلې سیمې، کوڅې، پارک، کلي یا ښار انځورونه لرئ، له موږ سره یې شریک کړئ، تر څو د AI له لارې یې د راتلونکي یو ممکن تصور جوړ کړو.او یا هم زمونږ د رضاکارو ملګرو ګروپ کې داخل شئ۔
🔖 یادونه: دا انځور یوازې یو مفهومي، د پوهاوي او بحث لپاره د AI له لارې جوړ شوی تصور دی.

ZEER GROUP
لید رامنځته کوو، بدلون ته الهام ورکوو

17/06/2025

په دې ویډیو کې د ځیر ګروپ رئیس مطیع الله ځلاند په ډیرو مهمو موضوعاتو بحث کړی.
- ولې د افغانستان محصولات نړیوال بازارونو ته نه رسیږي؟
- د ISO سرټیفیکیټونو نشتوالی، د Accredation Body ادارو نشتون، او د نړیوالو معیارونو پوره کولو ستونزې زموږ د صادراتو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

همداراز، دا ویډیو به درته وښيي چې:
✅ څنګه کولی شو خپل محصولات نندارتونونو ته وړاندې کړو؟
✅ امریکا ته د صادراتو لپاره کوم شرطونه پوره کول مهم دي؟
✅ او د دې ټولو ستونزو حللارې څه دي؟

📦 که تاسو د سوداګرۍ، تولید، یا صادراتو برخه کې یاست، دا ویډیو مه پرېږدئ!
راځئ چې د افغانستان د صادراتو دروازې نړیوالو بازارونو ته پرانیزو!

15/06/2025

Are there investment opportunities in Afghanistan?
ZEER Group is proud to share this insightful TV interview featuring our CEO, Mr. Mateeullah Zaland, discussing the realities of investment in Afghanistan.
The program covers key topics such as investment opportunities, security concerns, and the path forward for economic growth in the country.
آیا په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه شته؟
ځير ګروپ ویاړي چې د خپل اجرائیه رئیس ښاغلي مطیع الله ځلاند دا مهمه تلویزیوني مرکه له تاسو سره شریکوي، په دې مرکه کې ښاغلي ځلاند د افغانستان د پانګونې په فرصتونو، امنیتي ننګونو، او د اقتصادي ودې پر لور د تګ لارې تر بحث لاندې نیولي.

Watch the full video to learn more about the future of business in Afghanistan.

Want your business to be the top-listed Business in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address

Kabul: Apt# B01, Floor # 2, Rahmat Tower, Finest Street, Shahrenaw
Kabul
25000

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00