Islamic world

Islamic world

Share

13/10/2024

شقیف کلا

په لبنان کې د (شقیف) په نوم دغه جنګي کلا په لومړي ځل مسلمانانو فاتحینو تعمیرکړه، په 1139 میلادي کال باندې دغه کلا صلیبي جنرال (فولک) له مسلمانانو څخه ونيوله، فولک جنرال دغه کلا د (سیدا) نومي یو صلیبي ریاست ته حواله کړه.

په 1187 میلادي کال باندې کله چې سلطان صلاح الدین ایوبی رحمه الله تعالی د (حطین) په تاریخي جګړه کې صلیبیانو ته ماتې ورکړه، له هغه درې کاله وروسته صلیبیانو د سلطان صلاح الدین ایوبی له وېرې دغه د شقیف کلا هم مسلمانانو ته حواله کړه.

په 1240 میلادي کال باندې صلیبیان بېرته پر دې کلا باندي قابض شول او ويې نيوله، بالآخره په 1268 میلادي کال باندې سلطان (رکن الدین بیبرس) دغه کلا د همېش لپاره له صلیبیانو څخه فتحه کړه.

Islamic world

06/09/2024

زمونږ قدس شریف د رحمت امت د او د ظالم امت تر منځ:

• رومیانو دوه ځله قدس ویجاړ کړ او اوسیدونکي یې ووژل.
• په ۶۱۴ میلادي کال کې ایرانیانو (ساسانیانو) قدس ویجاړ کړ او ۹۰ زره کسان یې ووژل.
• عمر ابن الخطاب قدس فتح کړ او د وينې يوه څاڅکي هم ونه تويېدل.
• صلیبیانو په ۴۹۲ هجري کې قدس اشغال کړ او ۷۰ زره مسلمانان یې ووژل.
• صلاح الدین ایوبي قدس ازاد کړ او یو څاڅکي وینه یې هم توه نه کړه.
• وحشي یهودانو په نسل وژنې او جنایت سره بیت المقدس اشغال کړ.

Islamic world

05/09/2024

د قرآنکريم په اړه په زړه پوري معلومات

سپاري (۳۰)، سجدي (۱۴)، منزل (۷)،سورتونه (۱۱۴)، مکي (۸۶)، مدني (۲۸) ، رکوع (۵۴۰) ، آيات (۶۶۶۶) ، حروف (۳۲۳۷۶۰) ، زبر(۵۳۲۴۳)،زير (۳۹۵۸۲ )،پيش (۸۶۰۴)،مد(۱۷۷۱)،شد(۱۲۴۳)،نقطي (۱۰۵۶۸۱)
الف(۴۸۸۷۲)،ب(۱۱۲۲۸)،ت(۱۱۹۹)،ث(۱۲۷۶)،ج(۳۲۷۳)،ح(۹۷۳)،خ(۲۴۱۶)،د(۵۶۴۲)،ذ(۴۶۹۷)،ر(۱۱۷۹۳)،ز(۱۵۹۰)،س(۵۸۹۱)،ش(۲۲۵۳)،ص(۲۰۱۳)،ض(۱۶۰۷)،ط(۱۲۷۴)،ظ(۸۴۲)،ع(۹۲۲۰۰)،غ(۲۲۰۸)،ف(۸۴۹۹)،ق(۸۶۱۳)،ک(۹۲۲۲)،ل(۳۴۳۲)،م(۲۶۵۳۵)،ن(۲۶۵۶۰)،و(۵۶۲۵)،ه(۱۹۰۷)،همزه(۴۱۱۵)،لام الف(۳۷۲۰)،ي(۲۵۹۱۹)

دقران الکریم د تلاوت كولو اداب

په ښى لاس سره دقرآن كريم اخيستل اوبل چاته وركول
(۱). د تلاوت څخه مخکی دبدن ، لباس اوځاى پاکوالی او اودس کول ضروری (اړین) دی
1- تلاوت كوونكى بايد دنورو خلكو نه په اوچت ځاى باندى ناست وى.
(۲).د قرآن د تلاوت په وخت کی مخ د قبلی په طرف کول
(۳).د تلاوت پیل کولو څخه مخکی (اعوذباالله من شیطان الرجیم) ویل
3- دتلاوت په دوران كى دنياوي خبرى نه كول
(۴). په قرآن کی کتل افضل ده ولی چی په قرآن نظر ساتل هم عبادت دی
(۵). قرآن په ټیټ غیږ سره وایل
(۶). په پریوتا (څملستا) د قرآن تلات روا ده خو له آدابو څخه خلاف دی
7- كله چه ډيرخلك وي نوپه ټيټ اواز سره تلاوكول
8- دنوروپه تلاوت كى اخلال نه كول
(۷). چاچی قرآن کریم په تجوید سره ووایه هغه ته د شهید ثواب ورکول کیږی
(۸). قرآنم کریم د حفظ څخه ورسته هیرول کبیره ګناه ده
(۹). کله چی آیات د سجدی ولوستل شی ښه به دا وی چی سم د لاسه سجده د تلاوت وکړای شه
(۱۰). لکه څنګه چی د هر شی ښایست وی د قرآن کریم ښایست په ښه آواز سره ویل دی
10- د دوزخ اوعذاب ايتونو دلوستلو پروخت ژړا كول اودجنت او نعمتونو دايتونو په لوستلو سره دهغى دعا كول
(۱۱). د تلاوت کولو په دوران کی خندل، خبری کول ، ناوړه فکر سوچ کول مکروه دی
(۱۲). د سهار په وخت کی د قرآن کریم تلاوت کوی ولی چی د سهار په وخت کی فرښتی حاضری وی!!! (سورة بنی اسرائیل ۱۷ آیت ۷۸)
دتلاوت په اخر كى صَدَقَ اللهُ الْعَظِيْمَ ويل!!!

04/09/2024

خالد بن ولید
د روم او فارس په پاچهانو یې ویره او دهشت غالب ؤ،د یرموک په میدان یې رومیانو ته خپله توره ښکاره کړه بیایې وویل:‏أنا رُكن الإسلام
أنا الفارس الصنديد
أنا خالد بن الوليد
أنا صاحب رسول اللّٰهﷺ.
زه د اسلام ستنه یم،زه اتل شهسوار یم، زه خالد بنِ الولید یم، زه د رسول اللّٰهﷺ ملګری یم.له(صلحِ حدیبیه)وروسته یې اسلام قبول کړ باقي ژوند یې د اسلام لپاره جهاد ته وقف کړ،د اسلام لپاره یې په 125جګړو کې برخه واخېسته او په ټولو کې بریالی شو،د روم او فارس امپراتورۍ دده په قومنده کې سقوط شوی،د(موته) په جګړه کې د کمانډرانو له شهادت وروسته د اسلامي لښکر قومنده دده په غاړه شوه،پدغه جګړه کې یې (نهه دانې) تورې ماتې شوی له هغې وروسته رسول اللّٰهﷺ د(سیف اللّٰه) لقب ورکړ،د ش۔هادت مرګ یې د ژوند لوی ارمان ؤ، لاکن په 21م هجري کال باندي د 60 کلونو په عمر کې په بستر باندي وفات شو، د مرګ په بستر باندي یې مسلمانانو ته د جه۔اد دعوت ورکړ او دغه زرین الفاظ یې د تاریخ برخه وګرځیدل:

د نړۍ بزدله مسلمانان دي خبر وې!!که چیرې مرګ دجه۔اد په میدانونو کې واﺉ نن به زه (خالد بن ولید) په بستر باندي نه وفات کیدلاﺉ

04/09/2024

#فتحِ_اندلس

اندلس او قسطنطنیه دواړه د رسول اللّٰه له عظیم بشارت وروسته فتحه شول!!
28 کلن اسلامي جنرال طارق ابنِ زیاد د اندلس فتح کولو لپاره د جبلُ الطارق په لمنه کې خیمې جیګې کړې، بل خوا د هسپانوي فوځونو جنرال راډرک د (یؤ لک) سپاهیانو له لښکر سره په مقابل کې چمتو ولاړ وو..
له جګړې یوه ورځ مخکې طارق ابنِ زیاد خوب وینې چې رسول اللّٰهﷺ له ځینې صحابه کرامو سره ولاړ ده، لغړه توره یې په لاس کې ده او طارق ابنِ زیاد ته امر ورکوي:

اې طارقه!!!
د اللّٰه نوم واخله مخ په وړاندې ورشه او خپل کار ته دوام ورکړه له خلکو سره نرمي وکړه او خپل تعهد پوره کړه...
طارق بن زیاد د خوشحالۍ په کیفیت کې له خوبه را بیدار شو او خپلو سپاهیانو ته یې د رسول اللّٰهﷺ لخوا د فتحې عظیم بشارت ورکړ ، په اسلامي لښکر کې د فتحې روحیه بیداره شوه د جنرال راډرک فؤځونو تاریخي ماتې وخوړه او د اسلامي لښکر مجاه.دین لومړی ځل په فاتحانه انداز کې اروپا ته داخل شول.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul