Bahij Virtual Academy - BVA
Bahij Virtual Academy is a YouTube channel dedicated to providing valuable and informative content on a variety of topics related to parenting, children's education, self-awareness, self-discovery, and personality development. The channel offers a range of new scientific information, providing viewers with the latest research and insights in these areas. Whether you're a parent looking for advice
د ماشومانو او اولادونو د روزنې د کارپوهانو ترمنځ د بحث يوه توده موضوع د «نړيوال ښاروند» هغه ده. هند، اندونيزيا، بنګلاديش، فليپين، سوېلي کوريا، ويتنام او ... هېوادونه غواړي خپل ماشومان داسې وروزي چې د نړۍ په هر هېواد کې ژوند وکولای شي، د هغه ځای له امکاناتو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي او بيا په مخامخ يا نامخامخ ډول خپل هېواد ته ګټه ورسوي. د دې نظريې ملاتړي استدلال کوي چې د هر وګړي ځاني هوساينه، بريا او وده د هېواد هوساينه ده توپير نه کوي چې دا وګړی چېرې او په کوم هېواد کې ژوند کوي.
په مقابل کې بيا د يوشمېر نورو هېوادونو ښوونيز نظامونه ښه ګڼي چې ماشومان له خپل وطن، کلي، ژبې او نورو سيمهييزو ارزښتونو سره داسې غوټه لوی کړي چې له خپل وطن يا حتا خپل ولايت او سيمې دباندې ژوند ونشي کړای. دوی استدلال کوي چې دغه تګلاره يې د هېوادونو او ارزښتونو د ساتنې او بقا يوازينۍ لار ده.
موږ چې له نړيوال پوهنيز، اقتصادي او سياسي کاروان څخه د بېلابېلو لاملونو له کبله بېدرېغه شاته پاتې يو د دويمې نظريې له مخې خپلو خلکو ته د هوسا او ځانبسيا ژوند شرایط نشو چمتو کولای نو بايد هڅه وکړو چې خپل اولادونه د «نړيوالې ښاروندي» لپاره وروزو چې آرامه او د عزت ژوند ولري. که کوم بل هېواد ته کډوال شي په ټولنه کې ځان مدغم کړای شي او د ژوند تر پايه د مسافري او بېوطني سندرې ونه وايي. د هر هېوادوال هوساينه او ځانبسياينه د هېواد هوساينه ده توپير نه کوي چې هغه وګړی د خاورينې په کوم ځای کې مېشت دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.