Afghan Now
08/08/2024
#افغانناو_کابل
انس حقاني ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو له لوري د یوه افغان کډول ځورولو تصویر ته په اشارې ویلي هیله لري چې "دغه راز کړنې پایته ورسیږي او پوښتنه یې وشي."
انس حقاني له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو مننه کړې او دغو هېوادونو کې یې له افغان کډوالو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي.
08/08/2024
#افغانناو_کابل
د ط.الب.انو امیر ملا هبت الله د امارت د وزارتونو او څانګو مسوولینو ته په خپل وخت د لمانځه کولو امر کړی.
ذبیح الله مجاهد پر ایکس پاڼه لیکلي: د اسلامي امارت مشر په جماعت سره لمونځ کول فرض ګڼلي او ویلي یې دي چې د جماعت پریښودل له عذاب سره مخ کېدل دي.
07/08/2024
#افغانناو_کابل
د لبنان حزب الله تېره اوونۍ د اسرائیلو له خوا د خپل پوځي قوماندان د وژل کېدو په غبرګون کې د غچ اخیستو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي، دا غبرګون به قوي او د اسرائیلو لپاره خطرناک وي.
#لبنان
07/08/2024
#افغانناو_کابل
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکتر فقیرمحمد زیار وایي، د ط.البانو له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو برېښنایي پېژندپاڼو کچه، ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.
06/08/2024
#افغانناو_کابل
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي کبیر د ایران او قطر له سفر بېرته کابل ته ستون شو.
نوموړی د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی و چې وروسته د اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.
ښاغلی کبیر نن بېرته کابل ته ستون شو.
#اسماعیلهنیه
06/08/2024
#افغانناو_کابل
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو نن تهران ته ورسېد چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون به له نورو ایراني چارواکو سره هم وګوري.
دا سفر د حماس دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته کېږي.
د یادونې وړ ده، په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته پر اسرائیلو د برید پلان لري.
#اسماعیلهنیه
05/08/2024
#افغانناو_کابل
په چمن کې د تېر ۹ میاشتني پرلت تنظیموونکي وايي، پرلت به بیا پیل کړي
په چمن کې د ترسره شوي نهه میاشتني پرلت مشران وايي، په دې اړه یې سلا مشورې پیل کړې دي چې پرلت بیرته پیل کړي.
دا پرلت د پاکستاني حکومت له خوا افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد ترسره شوی وو.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۱مې پیل شوی دا پرلت د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د جولايي پر ۲۰مه پای ته رسېدلی وو.
#چمن
د چمن پرلت بیا پیلیدل؛ په دې اړه سلا مشورې روانې دي - افغان ناو په چمن کې د تېر ۹ میاشتني پرلت تنظیموونکي وايي، پرلت به بیا پیل کړي په چمن کې د ترسره شوي نهه میاشتن
03/08/2024
#افغانناو_کابل
د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار، فاروق اعظم وایي، که د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړ شي، د یو نیم میلیون کیلواټه برښنا د تولیدولو ظرفیت به ولري.
د ښاغلي اعظم په باور، دغه بند به پاکستان ته هیڅ زیان و نه رسوي.
#افغانناو_کابل
ایراني پولیسو هغه افغانه څېړونکې د حجاب نه مراعتولو په تور له ایرانه شړلي چې د اوسېدو ټول قانوني اسناد یې لرل
کبرا غلامي ته دومره اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره وګوري یا ورسره خدای پاماني وکړي.
د ایراني پولیسو له لوري ورته مخکې هم د حجاب مراعتولو په اړه خبر ورکړل شوی و.
د ایران له خاورې د کبرا غلامي د وېستلو په اړه ایرانيو مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کلک غبرګونونه ښوولي دي.
https://afghannow.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%85%db%90%da%93%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%da%a9%d8%a8%d8%b1%d8%a7-%d8%ba%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%af-%d8%ad%d8%ac%d8%a7%d8%a8-%d9%86%d9%87-%d9%85%d8%b1%d8%a7/
02/08/2024
#افغانناو_کابل
اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرداری ورکړی چې د کابل ښار مرادخانې تاریخي سیمه به له سره ورغول شي.
د فیروز کوه کلتوري انسټیټیوټ بنسټګر روري اسټیوارټ د یاد وزارت له وزير ملا خیرالله خیرخواه سره په کتنه د یادې سیمې رغول منلي دي.
#افغانناو_کابل
#ویډیو
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکوي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ طالب پلاوی د اسرائیلو په برید د وژل شوي اسماعیل هنیه په جنازه کې ګډون کوي.
اسماعیل هنیه پرون سهار تهران کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شو. #ویډیو
01/08/2024
#افغانناو_کابل
ډېر احتمال دادی چې ایران د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائیل مخامخ برید وکړي
د ایران مذهبي مشر خامنهي پوځ ته امیر کړی چې پر اسرائیل مخامخ برید ته دې تګلارې چمتو کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې علي خامنه اي سپارښتنه کړې، د اسماعیل هنیه د وژلو په غچ کې دې د اسراییل پر پوځي موخو نېغ په نېغه بریدونه وشي.
#اسماعیل
د ایران د مذهبي مشر سپارښتنه؛ پر اسرائیل نېغ په نېغه برید وکړئ - افغان ناو ډېر احتمال دادی چې ایران د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائیل مخامخ برید وکړي د ایران مذهبي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
1001