Daily trandes

Daily trandes

Share

16/04/2026

دا زموږ د ټولنې د انسانیت او چلند تریخ انځور دی. حتی بې‌ګناه حیوانات هم له ظلم څخه خوندي نه دي. د انسان او حیوان ځورول تر ټولو ستره ګناه ده.

په داسې کړنو سره، موږ خپل ځان د رحم او انسانیت له ارزښتونو لیرې کؤ.

15/04/2026

ډېر مهم اعلان
د ورځې په وخت کې، کله چې لمر په بشپړه شدت سره ځلېږي، سولر پینلونه هم په خپل بشپړ ظرفیت سره برېښنا تولیدوي. په داسې حالت کې که څوک د دغو پینلونو د پاکولو لپاره اوبه وکاروي، د برېښنا د شاک (کرنټ) جدي خطر موجود وي، په ځانګړي ډول که په پینلونو یا تارونو کې کومه لیکه (خرابي) وي یا لازم احتیاطي تدابیر ونه نیول شي.
اوبه یو هادي (موصل) دی چې برېښنا په اسانه انتقالوي، نو ځکه د ورځې په وخت کې د سولر پینلونو مینځل یو خطرناک کار کېدای شي. غوره دا ده چې د پاکولو کار د ماښام په وخت یا هغه مهال ترسره شي چې د لمر رڼا کمه وي او پینلونه برېښنا نه تولیدوي، تر څو د ځان او مال خوندیتوب یقیني شي.

Photos from Daily trandes's post 26/03/2026

تر 400 زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول!

په روانه اونۍ کې 426 افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستان شول.
د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د معلومات له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو، چې تر ازادېدو او په یاد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address

Street No2
Kabul
1001