Watan
18/03/2026
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (IUMS) په یوه خبرپاڼه کې د روږدو پر یوه روغتون هغه برید د اسلام له نظره ستره او تباکوونکې ګناه بللې ده چې سلګونه کسان پکې ووژل شول او ټپیان شول.
په اعلامیه کې راغلي: "د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه په ژوره اندېښنه هغه څه څاري چې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پېښ شوي، چې پکې د مسلمانانو وینه توی شوې او ویجاړۍ رامنځته شوې ده. وروستۍ بېلګه یې هغه برید دی چې پر یوه طبي مرکز شوی او په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. دا کار د لویو او هلاکوونکو ګناهونو له ډلې ګڼل کېږي. تر دې هم ډېر دردناک دا دی چې دا پېښه د مبارکې روژې د وروستیو لسو ورځو په ترڅ کې شوې ده. همدارنګه دا د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دغه قوانین په هر حالت کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د هغوی نهپهنښه کول تضمینوي."
د دغې ټولنې په اعلامیه کې وړاندې راغلي: "دا پېښه د یوه مسلمان هېواد له لوري، د روژې په مبارکو ورځو کې شوې، هغه میاشت چې پکې د انسان د وینې حرمت څو برابره کېږي او د انساني ژوند ارزښت ډېر لوړ ګڼل کېږي".
د انسان وژنې د نارواتوب په اړه دغې ټولنې په خپله اعلامیه کې ځینې ایاتونه هم راوړي او ورپسې لیکي، د پاکستان دا ګام له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده او د پاکستان له پوځي رژیم یې غوښتي چې دا ډول کړنې پای ته ورسوي او خپل ګاونډيتوب او انساني مسؤلیت ته پام وکړي.
کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د برید په اړه د تازه معلوماتو لپاره زموږ ژوندۍ پاڼه کې تازه جزییات موندلی شئ، بيبيسي پښتو ټکیکام
https://bbc.in/47LE3xd
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul