Tech Lens
نن ورځ د تکنالوژی نړۍ ده، او هر کس غواړي چی د تکنالوژی څخه استفاده وکړی. کولای شی چی د تکنالوژی څخه په مختلفو برخو کی استفاده وکړی:
١- مطالعه: هر څوک کولای شی چی د مبایل د لاری مختلف کتابونه، معلوماتی ویدیو، خبرونه او داسی نور معلومات روزمره مطالعه کړی. ډیر داسی اپلیکیشنونه سته چي تاسو کولای شی روزمره نوی خبرونه او متنونه مطالعه کړی.
٢- وظیفه: تاسو کولای شی چی د کمپیوټر او مبایل څخه د کار په ځای کی استفاده وکړی. کمپیوټر کی پروګرامونه لکه مایکروسافټ اپیس څخه د مختلفو کارونو د منظم کولو لپاره کارولای شی. داسی نور زیات پروګرامونه سته چی تاسو یی انلاین او افلاین استعمالولی شی.
٣- کور او دفتر: لکه د CCTV کامرو کمپیوټر او داسی نور تکنالوژیکی الاتو څخه د کار اسانی او خوندیتوب لپاره استفاده اخیستل کیږی.
داسی نور ډیر حالات او ځایونه شته چی پکښی د تکنالوژی څخه مختلفی استفادی کیږی.
مونږ روزمره د فیسبوک او یوتیوب ویدیو ګورو او خپل انترنت مصرفوو، مګر اصلا دا د تکنالوژی بی ځایه استفاده ده. تاسو کولای شی چی د همدی لاری یعنی فیسبوک او یوتیوب کولای شی د روزمره استعمال په واسطه پیسی وګټی. مثلا، یو د فیسبوک صفحه جوړه کړی او روزمره مختلف معلومات شریکوی او یا هم یوتیوب کی چینل فعال کړی او مختلفی ویدیوی نشر کوی او ددی لاری کولای شی چی پیسی وګټی. هم به مو وخت سپمولی وی او هم به د انترنت مصارف بی ځایه نه وی.
که غواړي همزمان د مبایل پر سکرین دوه اپلیکیشنونه خلاص کړي او د دواړو څخه استفاده وکړي، تاسو کولاي سی وی لاندی ویډیو څخه یی زده کړی:
Click here to claim your Sponsored Listing.