Medical information
11/08/2025
د نعناع يا ويلني روغتيايي ګټې:
1- نعناع يا ويلنی ستاسو حافظه قوي کوي.
2-ستاسو خوله خوشبويه کوي، د ژبې ساتنه مو کوي او په خوله کې دننه دباندنيو ميکروبونو د نفوذ مخنيوی کوي.
3- ستاسو په بدن کې د اضافي غوړ په سوځولو کې مرسته کوي او په دې ډول ستاسو د ډنګرېدو سبب ګرځي.
4- نعناع د ځيګريا لړمون د چارو د پياوړتيا سبب ګرځي.
5- ستاسو د پوستکي ساتنه کوي، که چيرې د مياشو د چيچلو له کبله ستاسو پوستکي زيانمن شوی وي، نعناع یې د خارښت په کموالي او پوستکي په درملنه کې مرسته کوي.
6- د هضم په سموالي کې مرسته کوي.
7- د تنفسي اختلالاتو او ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته.
هڅه وکړئ چې نعناع تازه او يا د چای په ډول وخورئ.
11/08/2025
د هډوکو د روغتیا لپاره یوازې کلسیم بس نه دی 🦴
د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ویټامین D، فاسفورس او منظم فزیکي فعالیت هم اړین دي.
11/08/2025
څېړنه: هره ورځ دوه چارمغز خوړل د زړه د حملې خطر کموي..⚕️
د امريکا روغتيايي څېړونکو په يوه نوې څېړنه کې ويلي چې د ورځې د دوه چارمغزو د خوړلو له امله د زړه د دورې خطر کميږي.
د امريکا د «جنرل اف کلینيکل نيوټريشن» په نامه په يوه روغتيايي خپرونه کې د امريکا د روغتيايي څېړونکو په تازه راپور کې راغلي چې د ورځې دوه چارمغز خوړل د زړه د حملې خطر کموي.
په دغه څېړنيز راپور کې دا هم راغلي چې په چارمغزو کې پروټين، ويټامين او ځينې نور مواد شته چې زړه ته قوت ورکوي او د بدن د کوليسترولو د زیاتوالي مخه نيسي، څو د زړه رنځونه او د زړه د حملې خطر کم کړي.
څېړونکو ويلي چې د چارمغزو له خوړلو سره په بدن کې د وينې جريان هم منظم ساتل کيږي چې د وينې د لوړ فشار مخه نيسي.
همداراز په راپور کې ويل شوي چې د چارمغزو له خوړلو سره د کوليسترولو، ګليسرو، ايل ډي ايل کوليسترولو په اندازه کې هم کموالی راځي.
په څېړنه کې دا هم ويل شوي چې د تور زيړي په رنځ اخته کسان هم چې زیاتره يې د زړه د دورې له ګواښ سره مخ دي د چارمغزو خوړول يې د تورزيړي او د زړه د حملې په مخنيوي کې ګټور ثابتيدای شی
د بدن د غټوالي د له منځه وړلو او ذهني قوت له پاره مفيد دي خو نويو څېړنو وښودله چې د زړه د ناروغانو له پاره هم چارمغز يو ګټوره ميوه ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
0000