Aimal Azimi

Aimal Azimi

Share

لیکوال | ژباړونکی | ارواپوه | د ښوونې او روزنې متخصص|
د معاصر تدریس لارښود لیکوال
ارواپوهنه د ټولو لپاره کتاب ژباړونکی
د ارواپوهنې په برخه کې څېړونکی
هڅوونکې کیسې، ارواهي ژباړې او اسلامي مالومات خپروم.
زما نشرات زما له رسمي دندې سره تړاو نه لري.

05/06/2026

دا ستا ستونزه نده!!!
که چیرې یو چاته دښمن نه ښکارئ دا مانا تاسې مهم نه یاست.
که چیرې یو څوک ستاسې په غیاب کې ستاسې غیبت نه کوي، تاسې تاثیر کوونکي نه یاست.
که یو څوک غواړې له تاسې ناسمه ګټنه وکړي، دا مانا تاسې ارزښتمند یاست.
که چیرې یو څوک له تاسې تقلید کوي، دا مانا تاسې کاریزما لرئ.
که یو څوک غواړي تاسې کم راولي، مانا تاسې له هغه لوړ یاست.
که یو څوک پر تا شکمن دي، نو ته هغه کار کوې، چې دوی یې نه شي کولای.
نیوکه د نه ستایلو سکه ورور دی، دا داسې دی، لکه د شاتو مچۍ چې کله نیش ولګوي، په پای کې مچۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو چیچل شوی لا ګټه کوي له لږ درد سره، خو په یوه شرط چې حساسیت ورسره ښکاره نه کړې.

په پایله کې باید ووایم، دغو خلکو ته تر ټولو ښه ځواب احترام کول دي.

ژباړه: Aimal Azimi

29/05/2026

بوډۍ او وزه!!!
یو وخت یو مرشد او یو مرید په یوه سفر روان وو. په لاره کې ورباندې شپه کیږي او ګورې لیرې یو څراغ بل دی. د هغه رڼا پر لور ځي، که ګوري هلته یوه بوډۍ ښځه له څو زامنو سره په یوه کوډله کې ژوند کوي. د دوی ټوله ګزاره په یوه وزه ده د هغې شیدې خوري او ژوند مخته وړي. که څه هم دوی یو فقیرانه ژوند لري، خو زړونه یې لوی دي.

دوی چې کله استاد او شاګرد ګوري، چې د مسافري او لوږې په حالت کې دي، نو میلمستیا ورته کوي. مرید خپل استاد ته وايي: دې میرمنې خو له موږ څخه ډیر په ښه ډول ښه راغلاست وکړ، باید ددغه ښو بدله ورکړو. استاد یې ورته وویل: که غواړې له دې میرمنې سره مرسته وکړې نو وزه یې مړه کړه. مرید یې وایي: مګر دوی له موږ سره ښه وکړل او له وزې بغیر کوم بل عاید هم نه لري. مرشد لنډ ځواب ورکړ: که غواړې کومک ورسره وکړې نو وزه یې مړه کړه.

دا چې شاګرد پر خپل استاد باور درلود، نو د هغې بوډۍ ښځې وزه یې مړه کړه او دوی په خپله مخه وتښتیدل. مرید کلونه کلونه د وجدان عذاب تیرولو، ځکه ده د هغه چا وزه مړه کړه، چې دوی ته یې میلمستیا ورکړه او ښه یې ورسره وکړل. کلونه وروسته دوی دواړه بیا پر یوه سفر روان و، په یوه لوی ښار وربرابر شول، چې خلک یې شتمن و او لوړې ودانۍ یې درلودلې. دوی پوښتنه وکړه، ددې ښار تر ټوله شتمن کس څوک دی؟
خلکو وویل: ددې ښار تر ټولو شتمن کس یو نارینه نه بلکې یوه ښځه ده، د کومې چې یوه په زړه پورې کیسه ده. بیا یې د هغه د دوه میلمنو او وزې کیسه وکړه، چې میلمنو ورته وزه مړه کړې وه او تښتیدلي وو.

کله چې د بوډۍ وزه مړه شوه، نو زامنو یې خوارۍ شروع کړې، چې بالاخره یې ځانونه د ښار شتمن کړل.

د کیسې درس: موږ باید خپله هغه وزه وپیژنو او مړه یې کړو، چې موږ له پرمختګ څخه را ګرځوي.

ژباړه: Aimal Azimi

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Ghazni?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Ghazni