Paktiya Local News
21/06/2016
ابراهيم رحيمي - خوست
سلګون کسانو نن د پکتيا په ګردېز ښار کې مظاهره وکړه، په تورخم او دغه راز د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د پاکستان له لوري د هر ډول تاسيساتو جوړول وغندل او د مخنيوی جدي غوښتنه يې وکړه.
مظاهره کوونکو سربېره پر دې چې د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول، د هغه هېواد بيرغ ته اور هم واچاوه. دوی پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې له خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پاليسۍ په مقابل کې کلک ودرېږي.
دوی پاکستان ته هم خبرداری ورکړ، چې د کرښې په اوږدو کې د تاسيساتو له جوړولولاس واخلي، ګني د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
line is , is to cede the FDA (Federally Administrated Area) to .
22/04/2016
Click here to claim your Sponsored Listing.